د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ګل: زموږ د الوتکې راغورځول له پامه نه شو غورځولاى


د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل
د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل
د ترکیې جمهور رئیس عبدالله ګل وایي، ناممکنه ده چی ترکیه به د سوریې له خوا د دې هیواد د جنګې جټ الوتکې راغورځول له پامه وغورځوي.

عبدالله ګل وروسته له هغې دا خبره وکړه چي سوریې په رسمې ډول تائید کړه، د جمعې په ورځ یې د ترکیې یوه جنګي الوتکه راغورځولې ده.

جمهور رئیس عبدالله ګل وایي، الوتکه ممکن بېلارې شوې وې او دا د زیات سرعت لرونکو الوتکو لپاره عادي خبره ده چي په لنډې فاصلې کي د بل هیواد له پولې تېرې شي:

“موږ دا مهال هڅه کوو چي د الوتکې د راغورځېدو ځاى معلوم کړو. له دې میندنې وروسته به ټول ضروري اقدامات تر سره شي. کله چې د بحر د پاسه د دې ډول الوتکو سرعت ته وګورو، په لنډې فاصلې کې له پولو څخه د اوښتو او بیرته رااوښتو مسئله یې لږ څه عادي خبره ده”.

د ترکیې جمهور رئیس زیاته کړه، په دې اړه به هم څېړنه وشي چې آیا دا الوتکه د ترکیې په فضا کې راغورځېدلې او که څنګه.

د سوریې دولتې خبرې آژانس نن سهار وویل، دمشق یوه جنګي جټ الوتکه راغورځولې ده.

د سوریې د پوځ یو ویاند وایي:

“ یوه ناپيژندل شوي هوایي هدف، د سوریې له فضا څخه سرغړونه کړې وه. دا الوتکه له لویدیځ لوري، په ډېرې ټيټې ارتفاع او زیات سرعت سره راروانه وه او د مدیترانې بحیرې په ختیځ کې راوغورځول شوه”.

د سوریې دولتې خبرې آژانس وایي، د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه د ورکو شویو دوو پیلوټانو د میندنې په عملیاتو کي همکارې کوي.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د جمعې په ماښام د کابینې له عاجلې غونډې وروسته، په یوې اعلامیې کې وویل، د ټولو حقایقو له معلومېدو وروسته به ترکیه د عمل د څرنګوالې پرېکړه وکړي.
XS
SM
MD
LG