د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د پاکستان له نوي صدراعظم څخه د امریکا هیلې


د پاکستان نوی صدراعظم راجا پرویز اشرف
د پاکستان نوی صدراعظم راجا پرویز اشرف
د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د راجا پرویز اشرف د انتخاب هرکلی کړی او هیله یې ښودلې ده؛ چې په دې سره به په پاکستان کې روان سیاسي کړکیچ پای ومومي.

د پاکستان د پارلمان غړیو د جمعې په ورځ د هغه سیاسي بحران د پای ته رسولو په خاطر چې د سترې محکمې له خوا د دې هیواد د پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلانې له بې واکه کیدو ورسته رامنځ ته شوی و؛ راجا پرویزاشرف د دې هیواد نوی صدراعظم انتخاب کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ خبریالانو ته وویل؛ دوی خوشاله دي، چې په پاکستان کې د مشرتابه مساله هواره شوه.

ویکتوریا نولانډ وویل، امریکا د پاکستان له نوي صدراعظم سره د همکارۍ غوښتونکې ده او هیلمنه ده، چې له دې ټاکنې سره به دا زمینه برابره شي، چې دواړه هیوادونه په بیلابیلو برخو کې کار د همکارۍ لپاره کار پیل کړي.

په ۲۰۱۱ م کال کې یو شمیر پېښې د دې سبب شوي، چې د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې شي. په دې کې د ۲۰۱۱ م کال د می په میاشت کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي کوماندويي ځواکونو برید چې په ترڅ کې یې اسامه بن لادن ووژل شو؛ تر ټولو مهمه پېښه وه، چې پاکستان دا پر خپله مځکنۍ بشپړتیا تیری باله.

ورپسې د ناټو د ځواکونو په بمبارۍ کې د مومندو په قبایلي سیمه کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول؛ چې له امله یې پاکستان له خپلې خاورې څخه په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لارې وتړلې او دې کار په افغانستان کې د طالبانو پرضد د ناټو په عملیاتو کې ستونزې رامنځ ته کړې.

د دې لارو، چې د امریکا لپاره ځانګړی ارزښت لري، د بیا پرانیستلو لپاره خبرې اترې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

اوس د پاکستان نوي صدراعظم ویلي، چې د امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، نوموړي د پاکستان د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو څو شیبې وروسته د دې هیواد پارلمان ته وویل؛ دا به له امریکا او نورې نړیوالې ټولنې سره صمیمانه اړیکې ټینګې کړي؛ چې په مساوي حقونو او یو بل ته به د درناوي پر بنسټ ولاړې وي. خو نوموړي د ناټو د مواصلاتي لارې د پرانیستلو په اړه څه ونه ویل.
XS
SM
MD
LG