د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۰۸

د پاکستان پارلمان نن نوي صدراعظم ته رايه ورکوي


شهاب الدين
شهاب الدين
ټاکل شوې د پاکستان پارلمان نن د صدراعظم د څوکۍ لپاره د پیپلز ګوند کاندید مخدوم شهاب الدین ته رایې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوې پاکستانۍ محکمې پرون د شهاب الدین د نیولو حکم ورکړ. د نوموړي د نیولو حکم چې له مخې یې په ضمانت هم نه شي خوشې کېدای، یوازې څو ساعته وروسته له هغه ورکړل شو چې ولسمشر آصف علي زرداري دی د صدراعظم مقام ته ونوماوه. دا حکم، هغه مهال چې شهاب الدین د روغتیا وزیر و، د غیرقانوني دارو درملو د واردولو له یوې قضیې سره تړلی دی.

لا معلومه نه ده چې د محکمې حکم د نوموړي د کاندیداتورۍ مخه نیولای شي کنه، خو شهاب الدین له دې کبله خوښې څرګنده کړه:

”لومړی زه غواړم چې د خدای شکر پرځای کړم چې پر ما او زما پر هېواد مهربان دی. زه له ولسمشر څخه مننه کوم چې د پیپلز ګوند د کاندید په توګه یې زه د پاکستان د صدراعظم مقام ته ونومولم”

د نساجي تولیداتو اوسنی وزیر شهاب الدین وروسته له هغه دې مقام ته ونومول شو چې د پاکستان پخوانی صدراعظم یوسف رضاګېلاني د دې هېواد د سترې محکمې له خوا صلب صلاحیت شو.

ګېلاني د پاکستان د سترې محکمې له خوا وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې د ولسمشر زرداري پرضد د فساد د دوسیو د نه پرانیستو په خاطر محکمې ته په اهانت يا سپکاوي تورن شو.
XS
SM
MD
LG