لویه څارنوالۍ وایي، هرهڅه چې د هېواد د قومونو ترمنځ د اختلاف سبب ګرځي او ملي یووالي ته زیان رسوي، جرم دی او له عاملینو سره یې باید قانوني چلند وشي.
دا څرګندونې د هغه کتاب د چاپیدو له امله کېږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د علومو د اکادمۍ له خوا چاپ شوی دی.
د هزاره قوم سیاسي مشرانو ویلي، د کتاب په یوې برخه کې دوي ته سپکاوی شوی دی.
دوي موضوع تر جمهوررییسه رسولې او جمهوررییس یي په هکله د جدي پلټنوحکم کړی دی.
د لوی څارنوالۍ مرستیال عنایت اله کمال د چهارشنبې په ورځ د علومو په اکاډمی کې یوې خبري ناستې ته وویل، دوي د پیښې څیړل پیل کړي دي او که معلومه شي چې پیښه قصدي ده، له عاملینو سره به یي قانوني چلند وشي:
«موږ د پیښې د پوښتنې په نیت دلته راغلي یو، که تور ثابت شو او د چا د نیولو ایجاب یي وکړ، وبه نیول شي.
موږ لومړني کارونه پیل کړي، د قومونو ترمنځ هر ډول تبعیض او اختلافونو ته لمن وهل، د قانون له مخې منع دي،عامل سره به یې قانوني چلند وشي.»
چاپ شوی کتاب«په افغانستان کې د میشتو قومونو د اتنوګرافي اطلس» نومیږي، د کتاب لیکونکې سر محقق امین مجاهد دی.
دی وایي، په هېواد کې یي د میشتو قومونو د پیژند ګلوۍ لپاره اوږدې علمي څیړنې او فعالیت کړی او څه یي چې لیکلي، معتبر اسناد، موخذونه او منابع په لاس لري:
«ما چې هره کلمه او هره جمله لیکلې، نښه مې ورته ایښې ده او لاندې مې ورته لیکلي چې دا یې موخذ دی، ماټولې منابع راټولې کړي، دلته علمي او څیړنیزه موضوع په سیاسي اوښتې، د جملې لومړۍ برخه خلکو ته ښۍ او پای یې پټوي.»
په ناسته کې د اکادمی یو شمېر استادانو د لویې څارنوالۍ د مرستیال چلند قهرجن وګاڼه او اعتراض یي پرې وکړ.
د علومو د اکادمی ريیس وویل، په کار وه چې موضوع په علمي توګه حل شوی وای او لازمه نه وه چې خبره دې تر جمهوررئیسه ورسول شي.
راپور: خان محمد سیند