د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ام ټي این مخابراتي شرکت هم د تري جي سیسټم جواز ترلاسه کړ


د افغانستان د مخابراتو وزارت هڅې پیل کړي، چې هېوادوالو ته د مخابراتي شبکو له لارې، د انټرنټ د پرمختللي تکنالوژی( تري،جي) اسانتیاوې برابرې کړي.

په هېواد کې د اتصالاتو د مخابراتی شبکې وروسته، د« ایم. ټي.این.» مخابراتي شبکه هم حاضر شوه، چې د مخابراتو له وزارت څخه د انترنټ د تري جي تکنالوژۍ د فعالولو جواز ترلاسه کړي.

د جواز د فعالولو تړون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو د وزیر امیرزي سنګین او د « آیم. ټی. این. » د مخابراتی شبکې د مشر
حسن جابر ترمنځ لاسلیک شو.

د مخابراتو وزیر وویل، د ایم. ټي. این. شبکه حاضر شوه چې د پنځه ویشتو میلیونو ډالرو په ورکړه، دا جواز ترلاسه کړي:

«دا تکنالوژی به په هېواد کې خلکو ته د تعلیم، تجارت، کارموندنی، روغتیا او په سلګونو نورو برخو کې اسانتیاوی برابری کړي.

همدا رنګه به وکړای شي د افغانانو اړیکې په بهر کې ټینګي کړي او د ښې او اسانۍ حکومتداری چارې به په لږ وخت کې ترسره کړي.»

ده وویل، د تري، جې تکنالوژي د چټک انټرنټ هغه پرمختللی سیستم دی چې پرته له هندوستانه، د سیمي ګاونډي هېوادونه ورته لاس رسی نه لري.

د مخابراتو وزیر وویل، هڅې یي تیزې کړي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د هېواد پنځوس فیصده خلکو ته د چټک انترنټ اسانتیاوې برابرې کړي.

د ایم، ټي، این، د مخابراتي شبکې مشر حسن جابر ډاډ ورکړ، چې دا تکنالوژی په شفافو توګه وکاروي او افغاناتو ته به د لوړ کېفیت لرونکې انټرنټی خدمات وړاندې کړي:

«موږ به په امیدوارۍ سره دا کار تر راتلونکو شلو ورځو پورې پیل کړو.

موږ غواړو د کارله پیل څخه دمخه ځان د چارې پر کېفیت ډاډمن کړو ترڅو د خلکو د منلو وړ وګرځي.

موږ غواړو دا توان ولرو، چې خدمات مو سراسري او خلک خوشحاله اوسي.»

د مخابراتو وزیر دا هم وویل، په نږدې راتلونکې کې په هېواد کې نورې فعالې مخابراتی شبکې هم حاضرې شي چې دا جواز ترلاسه کړي.

په هېواد کې د مخابراتي پراختیا ترڅنګ خلک غواړي، چې د دې خدماتو بیې دې نورې هم ټیټي شي.

د مخابراتو وزارت پر ټولو مخابراتي شبکو تاکيد وکړ، چې په خپلو منځونو کې دې، د سالم رقابت له لارې، مخابراتي خدمات نور هم ښه او بیې راټیټي کړي.

په افغانستان کې تر اوسه د مخابراتو په سکتور کې شاوخوا دوه میلیارده
ډالره پانګه اچول شوې ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG