د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

په جنوب کې د وسله والو حملې ولې زیاتې شوي؟


د سې شنبې په ورځ څلورو وسله والو د کندهار په زاړه ښار کې د پولیسو په یوې امنیتې پوستې حمله وکړه او درې پولیس یي ووژل. په جګړې کې څلور واړه حمله کوونکې هم ووژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملکېانو د سپرلۍ موټر په سړک کې په یوه ښخ شوي ماین وخوت او اته کسان په کې ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ، حمله کوونکو چې د افغان امنیتي ځواک یونیفورم یي په غاړه و، په ژیړۍ ولسوالۍ کې په امریکایي پوځيانو ډزې وکړې، یو تن یي وواژه او ۹ نور یي ټپیان کړل.

په سږنې اوړي کې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې جګړو زور اخیستی او په همدي سېمو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مسولیتونه انتقال شوي دي.

په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر کمښت به د امریکایي روزونکو له خوا د افغان ځواکونو په روزنې پورې اړه ولري.

د افغان پوځ له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې دا ډول حملې به د کورنیو او بهرنیو ځواکونو تر منځ اعتماد ته زیان ورسوي.

امریکایي روزونکي به د افغان ځواکونو د روزنې په جریان کې خپل امنیت لا ټینګ کړي او له پوره احتیاط څخه به کار اخلي.

دا نه ده څرګنده چې په بهرنیوعسکرو باندې د دوشنبې د ورځې حمله کوونکې د افغان امنیتي ځواکونو غړي وو او که له بهر څخه داخل شوي وسله وال وو.

طالبانو ادعا کړې، چې حمله دوي کړې او حمله کوونکې د دوې کسان وو.

په روان کال کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو له ۱۲ زیاتې حملې شوې او له شلو زیات بهرني پوځيان په کې وژل شوي دي.

تېرکال ټول ټال، ۲۱ حملې شوې وې او ۳۵ ایتلافې عسکر پکې وژل شوي وو.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د افغان پوځ له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندي په مجموعې ډول، څلور حملې شوې او څلور بهرنیان پکې وژل شوي وو.

اسوشئتدپرس آژانس لیکې: په افغانستان کې په بهرنیو عسکرو باندي د حملو زیاتېدل، د روان کال په سرکې په باګرام کې د قرآن کریم د نسخو د سوځولو په ګډون، ددي عسکرو له یو لړ اشتباه ګانو سره تړاو لري.

له بلې خوا، د افغانستان په جګړو کې د ملکېانو مرګ ژوبله هم مخ په زیاتېدو ده.

ملګرو ملتونو ویلي، په روان عیسوي کال کې په لومړیو څلورو میاشتو کې، تر اوسه ۵۷۹ ملیکان په افغانستان کې وژل شوي دي. د ملکېانو د وژنو په سلو کې ۷۹ پیښې د طالبانو او نورو وسله والو د حملو له وجې دي. د ملګرو ملتونو سازمان وایي، په افغانستان کې په سلو کې ۹ ملیکان د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او دا نده معلومه چې پاته په سلو کې ۱۲ یي د چا له خوا وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG