د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۷

د شرابو استعمال د ایراني کلتور یوه برخه ګرځیدلې


د شرابو استعمال تل د ایراني کلتور یوه برخه ده، د فارسي په شعرونو کې تل شرابو ته اشاره شوې ده، خو په ایران کې د 1979 میلادي کال د انقلاب راهیسي د شرابو استعمال ممنوع اعلان شوی دی. که څوک له دې امره سرغړونه وکړي نو د دُرو، په ووهلو به جریمه شي او یابه په حبس محکوم شي.

سره له دې چې د شرابو د استعمال پر خلاف سخته جزا ټاکل شوې ده او په میلیونونو لیټر الکهولیک مشروبات ضبط شوي دي، خو حکومتي مقاماتو اعلان کړی دی چې، په هېواد کې یې د شرابو استعمال مخ پر زیاتیدو دی.

د یو شمېر ایراني ورځپاڼو د راپورونو پر اساس، سږکال د تیر کال په پرتله د الکهولو ضبط په سلو کې 69 زیات شوی دی.

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر« علي رضا مصدق نیا» په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې ده، او ویلي یې دي “د خلکو غیرعادي چلند لکه د شرابو استعمال چې مخ پر زیاتیدو دی نه یوازې روغتیا ته ضرر رسوي، بلکې د ایراني ټولني د مذهبي او اخلاقي اصولو پر ضد یو عمل دی.

نوموړي زیاتوي، “په دې برخه کې شخصي دلایل تر ټولو مهم رول لري، چې د الکهولو مصرف یې په ټولنه کې زیات کړی دی.

ځیني کسان فکر کوي چې، د مشروباتو استعمال د ژوند له ستونزو څخه د خلاصون یوه لاره ده.”

د ایران د ټولنیزو چارو رئیس « مصطفی اقلیما» وايي، د ځينو ایرانیانو لپاره د شرابو څښل له کړاونو څخه د تیښتي معنا لري،دی وايي:

“شراب یو ډول ارام ورکوونکې وسیله ده، موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې، اقتصادي فشارونه او ټولنیزې ستونزې ډيري دي.

خلک د دغو مسایلو څخه د ګوښه کیدو لپاره د شرابو څښلو ته پناه وړي او خپل درد اراموي.”

د روغتیا وزارت د پالیسي د جوړولو د شورا رئیس « باقر لاریجاني» تیره میاشت د روغتون او ډاکټرانو، د هغو راپورنو په اړه خبرداری ورکړ چې وايي، د تهران ښار په جنوبي ناحیو کې چې د کم عاید کورنۍ په کې ژوند کوي د الکهولو مصرف زیات دی.

ده زیاته کړه چې، د الکهولو زیات استعمال د ایران په نورو سیمو کې هم یو لویه مسله ده، هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.

لاریجاني وايي: “ موږ باید د دغې مسلې په وړاندې ډير حساس اوسو، ډیره توجه وکړو، لکه څرنګه چې، د شکري یا د زړه ناروغیو ته ډيره پاملرنه کوو، لازمه ده چې د شرابو د استعمال مسلې ته هم ډیره پاملرنه وکړو.

دولتي چارواکي وايي، چې په ایران کې د 2 میلیونو په شاوخوا کې کسان د مخدره موادو په نشو روږد دي. د دې کسان یو زیات شمیر په شرابو هم عادت شوي دي.

د مطبوعاتو د راپورونو پر اساس، هر کال ایران ته په غیر قانوني توګه 80 میلیونه لیټره شراب واردیږي. د دې مقدار دریمه برخه د امنیتي ځواکونو له خوا ضبط کیږي.
XS
SM
MD
LG