افغانستان
د ننګرهار په غني خیلو کې پنځلس کیلو ګرامه هیروین د پولیسو له خوا نیول شوي
د دې ولایت د والي ویاند احمدضیا عبدالزي وویل، دا هیرویین د یوه تن له خوا په مخصوصو کڅوړو کې ځاې پرځاې شوي وو، چې د یوه فلاینګ کوچ موټر څخه په استفاده قاچاق کیدل.
د عبدالزي په وینا چې یاد اندازه هیروین پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دراني له وېسټ سره د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د سیمې څلورو هېوادونو ته یې سفر پیل کړی، نن په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.
اصف دراني پر خپله ایکسپاڼه له ټام وېسټ سره د کتنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دواړو خواوو د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي دي.
دراني همداراز ویلي چې ده او ټام وېسټ د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر زیاتېدا تینګار وکړ.
تر ده مخکې روانه اوونۍ دوه نور امریکايي چارواکي اسلام اباد ته لاړل چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو په اړه خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده امریکا ته ولېږدول شي.
وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو چې سیمې ته یې د دوشنبې په ورځ سفر پيل کړی دی او د دې لس ورځني سفر په لړ کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي.
ملګري ملتونه: پاکستان باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړي

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د تروریزم د خطر او د کډوالو د حضور د نامستند ارتباط پر وړاندې خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو متخصصانو پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دوی په پاکستان کې د روان ۲۰۲۳ له پیله د کورونو د خاوندانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په شمول د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغو دوولس متخصصانو همداراز ویلي، دوی تاییدوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې، خو باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړل شي.
د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې ۴۵۰ نوي انتنونه جوړېږي

افغان ټیلکام شرکت وايي، د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د پیاوړتیا لپاره ۴۵۰ نوي انتنونه یا برجونه جوړوي.
د دغو مخابراتي برجونو پر جوړولو به، چې په اتلس ولایتونو کې جوړېږي، یو اعشاریه ۸۹ میلیارد افغانۍ ولګول شي.
ډېر افغانان د مخابراتي شبکو د کیفیت له خرابوالي او د ټیلفوني مکالمو او انټرنېټ د بیې له لوړوالي شکایت کوي.
په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان د مخابراتي شبکو ډېر انتنونه الوځول شوي چې له کبله یې مخابراتي شبکو ډېر مالي تاوان کړی دی.
د نیوز ورځپاڼې ادعا: سراجالدین حقاني په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټ اخیستی

پاکستانۍ ورځپاڼه، نیوز ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اوسني سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په شمول لسګونه زره افغانانو په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټونه اخیستي دي.
نیوز نن په یوه راپور کې کښلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې له ۳۰ زره تر ۴۰ زره افغانانو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې پاکستاني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼې، بې له دې چې د کوم چارواکي نوم وښيي، لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي سراج الدین حقاني هم په هغو افغانانو کې شامل دی چې تر وروستیو کلونو پورې یې په پاکستاني پاسپورټ سفرونه کول.
ورځپاڼه وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره سراج الدین حقاني ته د ۵ کلونو لپاره د پاکستان پاسپورټ صادر شوی و او دوه پاکستاني مامورین، چې حقاني ته یې پاسپورټ ورکړی و، نیول شوي دي.
آیسلنډ افغانستان سره ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د تنظیم د چارو ادارې، اوچا نن وویل، آیسلنډ د افغانستان لپاره د بشري مرستې له بسپنې سره د ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړې ده.
اوچا همداراز وویل چې آیسلنډ د دې پیسو ترڅنګ له ۲۰۲۰ څخه تراوسه پورې د افغانستان د بشري مرستو بسپنې ته ۱۷۵ میلیون کرونا مرسته کړې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې اروپايي اتحادیې د افغانانو په خاطر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ته د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ویلي چې ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.
آصف درانی: نیږدې ۴ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د اکتوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ پورې له دغه هېواده ووځي، ګنې په زور به یې وباسي.
اصف دراني پرون (چهارشنبې) په اسلام اباد کې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته ویل شوي چې له پاکستانه ووځي چې په پاکستان کې«غیرقانوني» اوسیدل او د مهاجرو حیثیت یې نه درلود.
ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اسناد لرونکي افغانان اوسي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې کډوال دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په شمول ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.
ریچارډ بینیټ له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د اندېښنې وړ وباله

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه ښکاره کړه.
ښاغلي بینیټ پرون چهارشنبې په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دی او نور کارپوهان له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې دوی له دغو افغان کډوالو سره د پاکستان اوسني چلند او په زوره یې افغانستان ته د استولو اړوند خطرونو ته اندېښمن دي.
بینیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي پرون په جنیواکې د ملګروملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په غونډه کې له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلې خبرې وکړې.
دوی خبرداری ورکړچې یو شمېر افغان کډوال به چې له پاکستانه په زوره ایستل کیږي اوافغانستان ته استول کیږي، په هغه هېواد کې د بشري حقونو له ګڼو خطرونو مخامخ شي.
بښنې نړیوال سازمان: د جرمونو نړیواله محکمه دې په افغانستان کې د جنایتونو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي

د بښني نړیوال سازمان د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډې ته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې دې د ترسره شویو جرمونو څېړنې ته لومړیتوب ورکړي.
د بښني د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسوول سمریتي سنګ وویل، په افغانستان کې له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې د جرمونو په وړاندې له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ دود شوی دی او پروسږکال چې کله د جرمونو نړیوالې محکمې په دې برخه کې د تحقیقاتو د بیا پيلیدو خبر ورکړ، هیلې پيدا شوې چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې به عدالت تامین شي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډه روانه اونۍ دوشنبې په نیویارک کې پيل شوه چې د ډسمبر تر څوارلسمې به روانه وي.
یونېسف په نوې مرستې د افغان ماشومانو لپاره د زدهکړو مناسب چاپېریال رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وایي، له افغانستان سره د زده کړې په برخه کې د اروپایي ټولنې په نوې مالي مرستې سره به دا صندوق په دې هېواد کې د دوه لکه ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
د یونېسف د افغانستان څانګې نن چهارشبنې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ټولګي باید د دوهم کور په څېر احساس شي او زیاتوي ټولګي باید خوندي او د زده کړې لپاره مناسب وي.
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس دفتر نن سهار ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې به د لومړنیو ښوونځیو له ۲۰۰ زره د زیاتو زده کوونکو د زده کړې د چاپېریال د ښه والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.
د خبرپاڼې له مخې په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.
اروپایي ټولنه په افغانستان کې د زده کړه د بهیر له سمون سره دغه مرسته داسې مهال اعلانوي چې په دې هېواد کې د زده کړو پر شرایطو برابر په میلیونونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي.
له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو وضعیت ته اندېښنه؛ ډبلیو ایف پي: دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' افغانستان ته له پاکستانه د نویو ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له وړاندې تر شپږ میلیونو زیات خلک په کور دننه بې ځایه شوي، هغوی چې نوي له پاکستانه راستنېږي، له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
د دې پروګرام په خبره دوی د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري او هم نه پوهېږي چې دوی به په څه ډول له ژمي ژوندي وځي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دغو زیانګالو خلکو سره د لومړنیو مرستو لپاره ۲۶،۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.