د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

سترې محکمې یوسف رضا ګیلاني صلب صلاحیت کړ


د راپورونو له مخې د پاکستان سترې محکمې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني صلب صلاحیت کړی دی.

د غه اقدام دوه میاشتې وروسته تردې کیږي، چې سترې محکمې ګیلاني محکمې ته په سپکاوي مجرم پیژندلی و.

د پاکستان دولتي ټلویزیون وویل، سترې محکمې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته امرکړی، چې د نوي صدراعظم د غوره کیدو لپاره اقدام وکړي.

سترې محکمې د تیرې اپریل په میاشت کې ګیلاني مجرم پیژندلی و، چې د زداري پر ضد د فساد د دوسیي په بیرته فعالولو کې پاتې راغلی او هغه یي په سمبولیک ډول په یوه دقیقه حبس محکوم کړ.

زرداري تورن دی، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یي د سویس له بانکي حسابونو د رشوت د پیسو د سپینولو لپاره کار اخیستی دی.

ګیلاني ویلي، چې زرداري د جمهورریس په توګه له بشپړ مصونیت څخه برخمن دی.
XS
SM
MD
LG