د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۷

د ايران په اړه د ماسکو غونډې ته هيلې پيدا شوې


نن سې شنبې د ايران او د ملګرو ملتو د پنځو دايمي غړيو او د جرمني د استازيو د غونډې دوهمه ده. دا غونډه پرون په ماسکو کې په دې هدف جوړه شوه چې د ايران د اتومي لانجې لپاره يوه حل لاره پيدا شي.

روسيه وايي، له دې خبرو به نن يوه معقوله نتيجه ترلاسه شي. پرون دغه خبرې بې نتيجې پاي ته رسيدلې وې.

متحد ايالتونه او اسراييل د پوځي مداخلې امکانات نه ردوي او پر تهران سخت اقتصادي بنديزونه لګيدلي دي.

د فرانس پريس اژانس په وينا په داسې وخت کې به د ماسکو د غونډې ناکامه نتيجه ښه عواقب ونه لري.

رويټرز اژانس څرګندوي، که چيرته دا خبرې ناکامه شي پر نړېوالو بازارونو به ناوړه اغيز وشيندي، ځکه چې د تيلو بيې به له همدې امله او په منځني ختيځ کې د ناکراريو له امله زياتې شي.

متحد ايالتونه، روسيه، چين، بريتانيا، فرانسه او جرمني له تهرانه غواړي چې خپل اتومي فعاليتونه محدود کړي او د يوارنيمو غني کول هغې درجې ته راکښته کړي چې د اتومي وسلو د جوړيدو ويره ورسره پيدا نه شي.

د ماسکو د نړېوالو اړيکو په پوهنتون کې د علمي هيات غړي ايلدر اهتم جان وايي، نړيوال بايد ايران ته اطمينان ورکړي:

"زما په نظر غوره لاره دا ده چې د ايران له لورې شل په سلو کې د يورانيمو د غني کولو د دريدو د پريکړې هرکلۍ وشي.

لويديځ هېوادونه بايد ايران ته ډاډ ورکړي که چيرته دغه هېواد دا ثابته کړي چې اتومي پروګرام يې سوله ييز دي، داسې امتيازات به ترلاسه کړي چې وضعه به يې ښه شي."


د ماسکو په غونډې کې د ايران استازي وايي چې پر ايران دې لګيدلي اقتصادي بنديزونه لري شي. سعيد جليلي د نړۍ د شپږو پياوړيو هېوادو استازيو ته وويل چې د يورانيمو د غني کيدو په برخه کې دې د ايران د حق درناوی وکړي.

دا هغه غوښتنه ده چې نړېوال يې ردوي او وايي، چې تهران بايد د ملګرو ملتو څارونکو ته اجازه ورکړي چې د ايران اتومي فعاليتونه له نژدې وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې دغه هېواد تر کومې کچې يورانيم غني کوي.

په غونډې کې د ماسکو استازي د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال سرګي ريبکوف رويټرز اژانس ته وويل، لاهم د ايران د اتومي لانجې د هواري لپاره د خبرو اترو لاره پرانيستې ده او ديپلوماسي کار ورکوي.

ريبکوف زياته کړه، دا فکر نه کوم چې يوه حيرانونکې نتيجه به ولرو، خو د پام وړ نتيجه به له دې غونډې ترلاسه کړو. د روسيې استازي بيا وويل چې د نن ورځې خبرې د دواړو لوريو تر منځ هغسې سختې نه دې لکه پرون چې وې.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو د تګلارې مشرې کاټرين اشټن هم ننۍ خبرو ته څه هيله ښکاره کړه او ويې ويل، تيره شپه مو موافقه وکړه چې پر هرې موضوع به بيلې خبرې کوو.

د ماسکو تر خبرو مخکې په اپريل کې خبرې وشوې چې بې نتيجې پاي ته ورسيدې. تر هغه مخکې پنځلس مياشتې د ايران د اتومي لانجې په اړه خبرې اترې ځنډيدلې وې.
XS
SM
MD
LG