د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۰

کابل ورځپاڼو د افغانستان او هند اړیکې څیړلي


د کابل ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه روان بحثونه څیړلي او په دې اړه یي د بېلابېلو کړیو نظرونه راخیستي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د هند د رول زیاتیدل به سیمه ایز سیاستونه بدل کړي او هغه هېوادونه به په خپلو سیاستونو بیا غور کولو ته اړ شي، چې په افغانستان کې د ځانګړو ډلو ټپلو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم دا ویره شته، چې د هندوستان زیات راښکیلول به د پاکستان حساسیتونه راوپاروي، خو ورځپاڼې د محمود طرزي د فکري بنسټ په حواله لیکلي، چې پاکستان نور نو د کوم حساسیت د ښودلو توان نه لري.

ورځپاڼې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې له یوې خوا د پاکستان سیاستونه په نړیوال ډګر کې صفر ته رسیدلي او له بل لوري افغانستان هم اوس د سیمه ایزو سیاسي لوبو ډګر نه بلکه خپله په یو سیاسي لوبغاړي بدل شوې دې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د محمود طرزي د فکري بنسټ د پروني بحث په حواله دا سپارښتنه کړې، چې له هند سره د افغانستان د هر اړخیزو اړیکو او په تیره بیا د اقتصادي اړیکو رامنځ ته کول به مثبتې پایلې ولري.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې په پروني بحث کې اکثره ګډونوالو پدې ټینګار کاوه، چې افغان حکومت باید د هند پانګه وال په افغانستان کې پانګه ونې ته وهڅوي او د دوي له مسلکي بشري ځواک څخه ګټه پورته کړي.

خو دې ورځپاڼې بیا له هند سره د اړیکو په پراخولو کې د احتیاط سپارښتنه کړې، څو د سیمې د نورو هېوادونو او په تیره بیا د پاکستان حساسیتونه راو نه پاروي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې دا سپارښتنه کړې، چې له هند سره د افغانستان اړیکې باید د پاکستان د پارولو سبب نشي.

ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې پاکستان ته باید دا قناعت ورکړای شي، چې له هند سره د افغانستان اړیکې د دوي په زیان نه دي.

ورځپاڼې وړاندې له افغانستان سره د هند د اړیکو پراختیا په اهمیت ټینګار کړې او لیکلي، چې افغانستان کولای شي، چې په دیموکراسۍ او نورو برخو کې د هند له تجربو پراخه ګټه واخلي.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان په اړه د هند د سیاستونو ستاینه هم کړې او لیکلي، چې دغه هېواد د ځینو نورو ګاونډیو برخلاف تل په افغانستان کې د ځینو ځانګړو ډلو ټپلو پر ځای له مرکزي حکومت څخه ملاتړ کړې دې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، که هند په افغانستان کې د پانګونې او دغه راز له افغان حکومت سره مرستې کوي، نو طبیعي ده، چې پخوانې او تاریخي دښمن پاکستان به یي په مخ کې خنډونه راپورته کوي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې د یو خپلواک هېواد په توګه دا د افغان حکومت پریکړه ده، چې د امریکا او هند په څیر له سترو صنعتي هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو او همکاریو تړونونه لاسلیک کړي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد د خوندي کولو لپاره پاخه ملګري ومومي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم پاکستان په مستقیم ډول نشي کولای، چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي، خو دغه هېواد به د دې کار لپاره له طالبانو او نورو وسله والو ډلو، چې په خپله غیږ کې یی روزلي دي، کار واخلي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو د پاکستان په لمسون هند ته خبردارې ورکړې، چې په افغانستان کې له مداخلې ډډه وکړي، خو ورځپاڼې لیکلي، چې دا مداخله نه بلکه د ستراتیژیکې ملګرتیا تر چتر لاندې مرسته ده او دا ډول ګواښونه یی مخه نشي نیولای.
XS
SM
MD
LG