د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

د ناامنو سیمو ډېري سندرغاړي او سازغږوونکي کابل ته راکډه شوي


د لیرې پرتو سیمو سندرغاړي او سازغږونکي اکثره د کابل په مرکزي سیمو لکه په میوند واټ، شوربازار او زاړه ښار کې اوسیږی، چې لوحې یې له لرې تر سترګو کیږي.

یوې ودانۍ ته پورته شوم په تنګ دهلیز کې یې د ګیس په لسګونو ډبې بلې وې، چې په ځینو یې چاې او په ځینو یې دیګونه بار وو او له هرې کوټې د خبرو، سندرو او موسیقي اوازونه راوتل.

د یوې کوتې په ور د ″توریالی غمزده″ نوم لیکلي و همدلته ورننوتم ده په پراخه ټنده ستړی مه شي راکړه.

له لنډو خبرو وروسته مې ورسره له ولایتونو څخه کابل ته د سندرغاړو د راتګ موضوع مطرح کړه. ده وویل:

″په لیرې پرتو سیمو کې امنیتي ستونزو مجبور کړي یو، چې کابل ته راشو، امنیت د هنرمندانو پر فعالیتونو هم ناوړه اغیز کړې، موږ هلته له ډول ډول امنیتي او د تعصب له ستونزو سره مخ یو، اوس مهال د لیرې پرتو سیمو هنرمندان ټول اقتصادی ستونزې لري.″

ځینو ویل، یوشمیر سندرغاړي شته چې، ناامنیو او تعصبونو یې زړونه مات کړي، له سندرو ویلو او سازغږولو یې لاس اخیستی ږیرې یې پرېښي او اوس د غزلو اوسندرو پرځای نعتونه، نظمونه او ترانې وایي.

د لغمان ولایت سندرغاړي پاچاخان وویل، که په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې، د دوی له سره، د ناامنیو او تعصبونو ګواښ لیرې شي، بې له ځنډه به ټول خپلو سیمو ته ورستانه، او د خلکو ودونه او د خوښیو غونډې به په موسیقي رنګینې کړي:

″موږ له دولته غواړو، چې د امنیت راوستلو ته دې هڅې پراخې کړي، چې موږ په ډاډه ټوګه هرولایت ته لاړ ا ود خلکو د خوښیو په محفلونو کې سندرې ووایو او سازونه وغږوو، په لیرې پرتو سیمو کې له ګواښ سره مخ یو.″

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، ناامنیو په هیواد کې د ځینو پرمختګونو ترڅنګ، هنري فعالیتونه هم ټکني کړی، خو هڅې روانې دي، چې د حکومت د امنیتي ارګانونو په مرسته، په لیرې پرتو سیمو کې، سندرغاړو ته د فعالیت زمینې برابرې کړي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني ازادي راډیو ته وویل:

″موږ ترخپلې وسې پورې غواړو په ټولو برخو کې هیوادوالو سره او په تیره له هنرمند سره مرستې وکړو. موږ له امنیتي ځواکونو څخه هیله کړې ترڅو امنیت ته ډیره هڅه وکړي، له دې سره به هنرمند ته هم دفعالیت زمینه برابره شي.″

کارپوهان وایي، په دې هیواد کې، دسندرو ویلو، سازاو سرود وده او پرمختګ تر ډیره ځایه، د حکومتونو وضیعیت پورې تړلی دی.

دوی وایي، د مجاهدینو او ورپسې د طالبانو په واکمنۍ کې، هنرې فعالیتونه او په تیره سندرې ویل یا سازغږول جرم ګڼل کیده.

خو له دوه زره لومړي کال را وروسته، د هیواد د ځینو لویو ښارونو په مرکزونو کې، موسیقي بیا د پرمختګ په حال کې لیدل کیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG