د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

جکوبسن: اکثره وسله وال طالبان سوله غواړي


په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن
په داسې حال چې وسله والو طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت او یا هم امریکايي چارواکو سره د سولې دریدلي خبرې بیرته نه دي پيل کړي؛ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند وايي، اکثره طالبان سوله غواړي.

جنرال کارسټین جکوبسن چې د ناټو د ویاند په توګه یې نور په افغانستان کې دنده په پای ته رسیدو ده وویل؛ اوس د دې وخت رسیدلی، چې وسله وال طالبان وسله پر ځمکه کیږدي او سولې ته غاړه کیږدي.

دا چې د کومو عواملو له مخې د ده په نظر اکثره وسله وال طالبان اوس سوله غواړي نوموړي په دې اړه وویل:

″کله چې زه افغانستان ته راغلم، هغه وخت له زرو ډیر کسان د مجدد ادغام له پروسې سره یو ځای شوي وو؛ خو نن زه ګورم، چې د سولې او پخلاینې پروسې کې دغه شمیر ۴۷۰۰ ته رسیدلی دی.

زه په په ټول هیواد کې په تاوتریخوالي او د دښمن په حملو کې د پام وړ کموالی وینم او زه له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو کامیابه سپارل ګورم.″


ښاغلي جیکوپسن وویل، ډیر شمیر وسله وال طالبان دسولې له پروسې سره یو ځای شوي چې دا خپله ددې څرګندويي کوي چې د دوی اکثره د سولې غوښتونکي دي.

خو د نوموړي له دې ادعا سره سره ، تراوسه پورې وسله والو طالبانو په ډاګه داسې ګام نه دی پورته کړی چې د سولې وړاندیز ته یې هرکلی وبلل شي.

سربیره پردې وسله والو طالبانو د خپلو فعالیتونو په لړ کې د روان لمریز کال راهیسې د الفاروق په نوم نوي عملیات هم پیل کړي.

خو ښاغلي جکوبسن د دوی دغه نوي عملیات هم ناکام وبلل او ویې چې ددې عملیاتو په ترڅ کې د دوی هره حمله په شا تمبول شوې ده:

″د طالبانو له خوا اعلان شوي پسرلني عملیات تراوسه پورې پرته له ناکامۍ بل څه نه دي او تر کومه چې افغان امنیتي ځواکونه ازمویل شوي، هر ځل د طالبانو حمله د هغوی یوه بله ناکامي او د افغان امنیتي ځواکونو بله بریا ثابته شوې.″

وسله والو طالبانو تراوسه د ناټو ځواکونو د ویاند د وروستیو څرګندونو په اړه څه تبصره نه ده کړې.

پخوا هم د سولې له پروسې سره د یو شمیر وسله والو طالبانو د یو ځای کیدو راپورونه ورکړل شوي دي، خو په دې برخه کې دومره پرمختګ نه دی ترسترګو شوی چې د هیواد په امنیت یې دې تاثیر محسوس شوی وي.

خو که په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د څو میاشتو راهیسې د طالبانو دریدلې خبرې رسماً بیرته پیل شي، نو ښايي په هیواد کې د سولې راوستلو په برخه کې یو لوی پرمختګ وبلل شي.
XS
SM
MD
LG