د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۴

په افغانستان کې د بهرنیو پانګونې او اندېښنې


په افغانستان کې د پانګه ونې د ملاتړ لپاره په هند کې جوړیدونکې کنفرانس هغه موضوع ده، چې نن پرې د کابل اکثره ورځپاڼو بخثونه کړي او په دې اړه یې د افغان حکومت توقعات څیړلې دي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د هند په کنفرانس کې به نړیوال په افغانستان کې پانګه ونې ته وهڅول شي.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکي، چې اوس مهال یو شمېر هیوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګه ونه وکړي، خو د حالاتو له ویرې د ځان لپاره د یو ملګري په لټه کې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې پدې کنفرانس کې به د پانګه ونې په برخه کې د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې پدې برخه کې د موجوده ستونزو د له منځه وړلو په لارو چارو هم خبرې وشي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د هند په کنفرانس کې به د افغان حکومت یو لوی پلاوې ګډونه وکړي او په هیواد کې د پانګه ونې په برخه کې د شتو فرصتونو په برخه کې به بحث وکړي.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکي، چې افغان پلاوې به تر ډیره هڅه وکړي، چې د سیمې او نړۍ هیوادونه په افغانستان کې پانګه ونې ته وهڅوي.

ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت هیله مند دې، چې په هند کې د پانګه ونې نه د ملاتړ دا کنفرانس به د ټوکیو په راتلونکې کنفرانس، چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په اړه جوړیږي هم ښه اغیز ولري.

سرنوشت نا دولتي ورځپآڼې بیا لیکلي، چې د هند په کنفرانس کې به د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ یو شمیر نړیوالو کمپنیو ته په افغانستان کې د پانګه ونې لپاره د شریکانو د موندلو په برخه کې هم بحث وشي.

ورځپاڼه لیکي، چې اوس مهال یو شمیر نړیوالې کمپنۍ غواړي، چې په افغانستان کې د پانګه ونې په لپاره ځینې سیمه ایز شریکان پیدا کړي، چې د هند په کنفرانس کې به تر بحث لاندې راشي.

دې ورځپآڼې هم لیکلي، چې پدې کنفرانس کې به د افغانستان د حکومت یو لوی پلاوې، چې په کې د بهرنیو چارو، د کلیو د پراختیا، کانونو وزیران او نور جګپوړي دولتي چاروکي شامل دي برخه واخلي.

د ورځپاڼې په وینا افغان پلاوې به په هیواد کې د پانګه ونې په برخه کې د موجودو فرصتونو او د شتو ستونزو د هواري په لارو چارو خبر وکړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا وروستي پرمختګونه هیله بښونکي بللي او لیکلي، چې افغانستان به سیمه پر اقتصادي بلاک بدله کړي.

د ورځپاڼې په وینا که افغانستان د ټولیزې ستراتیژۍ له مخې په یوه اقتصادي او امنیتي چوکاټ بدل شي، نو دا به یوازې د افغانانو لپاره نه بلکه د ټولې سیمې په ګټه وي.

ورځپاڼې لیکلي، چې له دې سره به د منځنۍ اسیا هیوادونه د هند له نوي اقتصادي ټولید برخمن شي او همدارنګه به له دې سیمې د هند لپاره د انرژۍ سرچینې برابری شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې روسیه هم له ټاپي پروژې سره دلچسپي ښیۍ او پر ټاپي دوه هم غور کوي او هدف یی دادې، چې له ټاپي پروژې سره د روسیی د ګاز پروژې یو ځآی کړي.
XS
SM
MD
LG