افغانستان
یو ان اچ سي ار په کندز کې د کډوالو لپاره یو عصري کلی جوړوي
دغه کلی چې د مهاجرنیو لپاره د ملګروملتونو اداره یې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په درشل کې د جوړلوخبره کوي، د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د قزل سای کلی دی چې ویل کیږي شاوخوا ۴۲۰ راستنو شویو کورنیو پکې اړولي دي.
دوی په اوس وخت کې د ژوند کولو له هرډول اسانتیاو لکه د څښاک پاکو اوبو، ښونځی، کلینیک، لارو او ګودرو څخه بې برخې دي.
د شمال سیمو لپاره د مهاجرنیو د عالي کمیشنرۍ مسول د دغه کلي د کارد پیلیدو په مهال وویل چې په پام کې لري، د کلي اوسیدونکو ته یوښونځی، کلینیک، سړک او د نورو خدمتونو اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې مسول په وینا له پلان سره سم دا اداره په پام کې لري چې دا ډول نور کلي هم په نورولایتونو کې جوړکړي.
د مهاجرنیو نړیواله ورځ هرکال د جون په شلمه لمانځل کیږي. په افغانستان کې هم دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې دا هیواد په نړۍ کې د مهاجرینود شمیرله پلوه لومړی مقام لري.
د ملګروملتونو د وروستي راپور له مخې تراوسه پورې دوه میلیونه او اوه سوه زره افغانان په مهاجرت کې ژوند کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نیوز ورځپاڼې ادعا: سراجالدین حقاني په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټ اخیستی

پاکستانۍ ورځپاڼه، نیوز ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اوسني سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په شمول لسګونه زره افغانانو په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټونه اخیستي دي.
نیوز نن په یوه راپور کې کښلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې له ۳۰ زره تر ۴۰ زره افغانانو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې پاکستاني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼې، بې له دې چې د کوم چارواکي نوم وښيي، لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي سراج الدین حقاني هم په هغو افغانانو کې شامل دی چې تر وروستیو کلونو پورې یې په پاکستاني پاسپورټ سفرونه کول.
ورځپاڼه وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره سراج الدین حقاني ته د ۵ کلونو لپاره د پاکستان پاسپورټ صادر شوی و او دوه پاکستاني مامورین، چې حقاني ته یې پاسپورټ ورکړی و، نیول شوي دي.
آیسلنډ افغانستان سره ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د تنظیم د چارو ادارې، اوچا نن وویل، آیسلنډ د افغانستان لپاره د بشري مرستې له بسپنې سره د ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړې ده.
اوچا همداراز وویل چې آیسلنډ د دې پیسو ترڅنګ له ۲۰۲۰ څخه تراوسه پورې د افغانستان د بشري مرستو بسپنې ته ۱۷۵ میلیون کرونا مرسته کړې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې اروپايي اتحادیې د افغانانو په خاطر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ته د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ویلي چې ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.
آصف درانی: نیږدې ۴ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د اکتوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ پورې له دغه هېواده ووځي، ګنې په زور به یې وباسي.
اصف دراني پرون (چهارشنبې) په اسلام اباد کې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته ویل شوي چې له پاکستانه ووځي چې په پاکستان کې«غیرقانوني» اوسیدل او د مهاجرو حیثیت یې نه درلود.
ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اسناد لرونکي افغانان اوسي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې کډوال دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په شمول ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.
ریچارډ بینیټ له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د اندېښنې وړ وباله

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه ښکاره کړه.
ښاغلي بینیټ پرون چهارشنبې په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دی او نور کارپوهان له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې دوی له دغو افغان کډوالو سره د پاکستان اوسني چلند او په زوره یې افغانستان ته د استولو اړوند خطرونو ته اندېښمن دي.
بینیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي پرون په جنیواکې د ملګروملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په غونډه کې له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلې خبرې وکړې.
دوی خبرداری ورکړچې یو شمېر افغان کډوال به چې له پاکستانه په زوره ایستل کیږي اوافغانستان ته استول کیږي، په هغه هېواد کې د بشري حقونو له ګڼو خطرونو مخامخ شي.
بښنې نړیوال سازمان: د جرمونو نړیواله محکمه دې په افغانستان کې د جنایتونو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي

د بښني نړیوال سازمان د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډې ته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې دې د ترسره شویو جرمونو څېړنې ته لومړیتوب ورکړي.
د بښني د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسوول سمریتي سنګ وویل، په افغانستان کې له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې د جرمونو په وړاندې له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ دود شوی دی او پروسږکال چې کله د جرمونو نړیوالې محکمې په دې برخه کې د تحقیقاتو د بیا پيلیدو خبر ورکړ، هیلې پيدا شوې چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې به عدالت تامین شي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډه روانه اونۍ دوشنبې په نیویارک کې پيل شوه چې د ډسمبر تر څوارلسمې به روانه وي.
یونېسف په نوې مرستې د افغان ماشومانو لپاره د زدهکړو مناسب چاپېریال رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وایي، له افغانستان سره د زده کړې په برخه کې د اروپایي ټولنې په نوې مالي مرستې سره به دا صندوق په دې هېواد کې د دوه لکه ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
د یونېسف د افغانستان څانګې نن چهارشبنې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ټولګي باید د دوهم کور په څېر احساس شي او زیاتوي ټولګي باید خوندي او د زده کړې لپاره مناسب وي.
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس دفتر نن سهار ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې به د لومړنیو ښوونځیو له ۲۰۰ زره د زیاتو زده کوونکو د زده کړې د چاپېریال د ښه والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.
د خبرپاڼې له مخې په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.
اروپایي ټولنه په افغانستان کې د زده کړه د بهیر له سمون سره دغه مرسته داسې مهال اعلانوي چې په دې هېواد کې د زده کړو پر شرایطو برابر په میلیونونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي.
له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو وضعیت ته اندېښنه؛ ډبلیو ایف پي: دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' افغانستان ته له پاکستانه د نویو ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له وړاندې تر شپږ میلیونو زیات خلک په کور دننه بې ځایه شوي، هغوی چې نوي له پاکستانه راستنېږي، له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
د دې پروګرام په خبره دوی د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري او هم نه پوهېږي چې دوی به په څه ډول له ژمي ژوندي وځي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دغو زیانګالو خلکو سره د لومړنیو مرستو لپاره ۲۶،۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د زدهکړو د کیفیت ښهوالي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان شوه

داسې مهال په افغانستان کې نږدې نیمايي ماشومان ښوونځي نهځي، اروپايي ټولنې په دې هېواد کې د زدهکړو د کیفیت د ښهوالي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړه.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې دفتر نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، دا پیسې به د ابتداییه ښوونځیو د څه باندې ۲۰۰ زره زدهکوونکو د زدهکړهییز چاپیریال د ښهوالي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس له قوله لیکل شوي: "په ښوونیز سیستم پانګهاچوونه د هغو نجونو او هلکانو ملاتړ لپاره خورا مهمه ده چې لا هم ښوونځي ته د تلو توان لري."
نوموړې ویلي، ښوونه او روزنه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د ښې راتلونکې لپاره د هیلو څراغ دی.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې د افغانستان د زدهکړو کیفیت د ټولې نړۍ په پرتله ټیت ښودل شوی او زیاتوي، د ۲۰۲۲ کال د شاخص پر بنسټ، په لومړي او دویم ټولګي کې یوازې ۱۳،۶ سلنه زدهکوونکو د لوستلو لومړني مهارتونه زدهکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي او تر څنګ یې نجونې پوهنتونونو ته د تلو اجازه هم نهلري.
د بشري حقونو یو بنسټ: د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د تعلیم په برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي.
دې سازمان په یو تازه راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې نړیوال طالبان له دې کبله غندي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه یې بند کړي، خو زیاتوي چې پر هلکانو د طالبانو د دې پرېکړې زیانونو ته لږه پاملرنه شوې.
په راپور کې راغلي چې له هېواده د ښځو په ګډون د متخصصو استادانو د وتلو، په تعلیمي نصاب کې د ناسمو بدلونونو او بدني سزاګانو له وجې په هلکانو کې ښوونځي ته د وتلو وېره ډېره شوې او په ښوونځیو کې د زده کوونکو حاضري رالوېدلې ده.
په راپور کې یادونه شوې چې طالبانو ډېری ښځینه ښوونکې له دندو لیرې کړي چې له کبله یې یا غیرمسلکي ښوونکي دوی ته درس ورکوي او یا له ښوونکي پرته په ټولګې کې کېني.
طالبانو د بشري حقونو د څار د سازمان د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ هیله څرګنده کړې چې سیمې ته د راروان سفر په ترڅ کې به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه د امریکا له شریکانو سره ګټورې خبرې وکړي.
وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.
وېسټ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې جګپوړي چارواکي یې پاکستان ته ځي څو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو په اړه چې د امریکا ویزو ته سترګې په لاره دي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.