د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۹

د کاناډا ۴۰۰ کانټیره د پاکستان پولې ته څېرمه بند پاتې دي


د کاناډا مقامات وايي، د دوی زیاته اندازه مهمات او پوځي سامان الات چې باید له افغانستان څخه انتقال شي، د پاکستان له لوري د ناټو د اکمالاتي لارو د بندولو له امله بند پاتي دي.

د کاناډا د دفاع وزیر وايي، له ناټو تړون سره یو ځای هڅه کوي، څو پاکستان دې ته وهڅوي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.


که څه هم چې په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو زرګونه ټنه پوځي مهمات چې موټرې، وسلې او یونیفارم په کې شامل دي، د هوا له لارې له افغانستان څخه کاناډا ته انتقال شوي خو لا هم د دغه هیواد په مهماتو بار ۴۰۰ کانټینره د افغانستان په جنوب کې په یوه پټ ځای کې بند پاتي دي.

پاکستان تیر میلادي کال د ناټو د هغه هوايي، برید په عکس العمل کې چې په مهمند اجنسۍ کې يې ۲۴ پاکستاني سرتیري يې ووژل، په خپله خاوره د ناټو اکمالاتي لارې وتړلې.

د کاناډا د دفاع وزیر ″پیټر مککې″ وايي، په دغو کانتینرونو کې چې په یوې نا معلومه سیمه کې ولاړ دي، پوځ پورې مربوط وسایل او مهمات دي، چې کاناډا غواړي له افغانستان څخه يې بیرته وباسي.

نوموړي ویلي د ناټو متحدینو سره یو ځای هڅه کوي، چې پاکستان اړ کړي، څو له افغانستان څخه د دوی د پوځي مهماتو د بیرته ویستلو په برخه کې همکاري وکړي.

بل لورته د کراچۍ بندر دا مهال د ناټو او امریکايي ځواکونو له هغو کانټینرونو څخه ډک دی؛ چې په افغانستان کې میشت د بهرنیو سرتیرو اډو ته باید انتقال شي.

په مهمند اجنسۍ کې د ناټو په هوايي حمله کې د پاکستاني سرتیرو له وژل کیدو وروسته د دې هیواد په مختلفو سیمو کې مظاهرې وشوې چې په کې د ناټو د اکمالاتي لارو د تړولو غوښتنه وشوه.

د پاکستان حکومت په هیواد کې د امریکا ضد حساسیتونو ته په پام سره ویره لري؛ چې د ناټو د اکمالاتي لارو پرانستل به ورته سیاسي ضربه ورسوي.

په دې وروستیو د پاکستان حکومت ناټو ته وویل، چې دا تړون باید د هر هغې اکمالاتي لارۍ پر سر چې افغانستان ته د دې هیواد له لارې ځي ۵۰۰۰ ډالر ورکړي حال دا چې د دواړو لورو تر منځ له شخړې دمخه پاکستان د هرې لارې پر سر یوازې ۲۰۰ ډالر اخستل.
XS
SM
MD
LG