د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

ولې په افغانستان کې په اعدام محکوم کسان پر خپل وخت نه اعدامیږي؟


افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، هغه څوک چې په سزا محکوم شوي که چیرې په وخت ورته سزا ورنه کړل شي نو دا له قانون څخه سرغړونه ده.

داسې رپوټونه موجود دي، چې یوشمېر هغه مجرمین چې په اعدام محکوم شوي او لاهم په زندان کې شپې او ورځې تیروي د سزا ورکولو حکم نه دی پرې عملي شوی.


په اعدام په محکومو کسانو پر وخت د سزا نه پلې کول، که له یوې خوا د دوی لپاره تدریجي مرګ ګڼل کیږي، له بل لوري پر دوی د ازادۍ د سلب سزا د پلې کیدو لامل هم ګرځي.

دې مسالې نه یوازې ځینې بندیان د خپل برخلیک په اړه اندیښمن کړي، بلکه د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون اندیښنه یی هم راټوکولی.

د دغه کمیسیون د ساحوي دفترمشر شمس الله احمدزي د یو جرم په وړاندی دوه سزا وي له قانون څخه سرغړونه بولي او په دې اړه دولت په بشري حقوقو په تیري تورنوي.

″د حقوقي پلوه د یو جرم له امله یو کس ته دوه سزا وي نه ورکول کیږي، هغه خلک چې د اعدام حکم پرې شوي او بندي دي دا د حقوقي اصل خلاف دی او همدا راز که چیرې د اعدام حکم هم پرې عملي شي دا به هم د حقوقي اصل خلاف وي دا ځکه چې هم د ازادۍ د سلب او هم د اعدام سزا ده.

په دې برخه کې دولت سرغړونه کړي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دوی ته یې هم لس یا دولس کاله د ازادۍ د سلب سزا ورکړي او هم بیا د محکمې له خوا بل حکم پرې عملي کیږي.″


د رپوټونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې دوه تر دوه نیم سوو پورې ښځې او نارینه د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په وینا دا وګړې له ۱۳۸۱ لمریز کال راهیسې په زندان کې بندي دي.

د بادام باغ په ښځینه زندان کې یوه میرمن، چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، له نهه کاله وړاندې د اعدام په سزا محکومه شوي، خو لا پرې هم دغه حکم نه دی پلي شوی.

دا میرمن، چې څلویښت کاله عمری لري، وایي، چې کلونه یې د خپل مرګ لپاره په انتظار کې تیر کړی او اوس هم د خپل مرګ لپاره هره دقیقه او شیبه حسابوي.

″زه نهه کاله کیږي، چې بندي یم نه مې د بند موده کې کموالی راځي او نه مې برخلیک معلوم دی، نه پوهیږم چې قید به مې شل یا دېرش او یا څو کاله نور وي.

پنځه نیم کاله کیږي، چې د اعدام په سزا محکومه یم په دې موده کې ولې ماته دوه سزاوی راکول کیږي، زه هره لحظه د مرګ په انتظار یم له دولت څخه هیله لرم که چیری زه ګناهکاره یم نو ما دې اعدام کړي که نه نو زما برخلیک دی معلوم کړي.

زما حوصله ختمه شوی تر ۱۳۹۲ لمریز کال پوری صبر کوم که چیرې مې برخلیک معلوم نشو نو شاید د اعدام حکم خپله پر ځان عملي کړم.″


دا چې یو مجرم ته دوه سزا وی ورکول کیږي او یا هم یو مجرم ته په وخت د اعدام سزا نه ورکول کیږي په دې اړه مې له لویې څارنوالۍ څخه پوښتنه وکړه.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وویل، چې د اعدام د حکم عملي کول د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري.

″د اعدام حکم هغه وخت عملي کیږي، چې ولسمشر یې توشیح کړي، یعنې د اعدام حکم د ولسمشر په لاس لیک پوری اړه لري، مجرمین په اعدام محکوم شوي قانون وایي، تر هغه پورې چې پر محکوم د اعدام حکم عملي کیږي، نو محکوم باید زندان کې و اوسي.″

کله مو چې وغوښتل په دې اړه د جمهوري ریاست د چارواکو نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د اعدام په حکم کې ځنډ یا نه عملي کیدل د دې لامل شوي، چې د جرمونو کچه لوړه شي.

افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې نه دی، چې د اعدام حکم په کې زیات وي بلکې ایران، سعودي عربستان او چین هغه هېوادونه دي، چې د اعدام حکم په کې زیات عملي کیږي.

که څه هم په افغانستان کی په تیرو کلونو کې یوشمیر مجرمین اعدام شوي، خو که چیرې ولسمشر د پاتې دوه نیم سوو د اعدام حکم صادر کړي، نو په هیواد کې به د اعدام شویو کسانو شمیر لوړ شي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG