د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۴

ایران: د خلکو ترمنځ د الکهولي مشروباتو استفاده زیاته شوې ده


تازه رپوټونه وايي، چې په ایران کې د خلکو ترمنځ د الکهولیکو مشروباتو استفاده زیاته شوې ده.

ایراني مقاماتو په دې اړه شدیده اندیښنه څرګنده کړې ده. خو د دې عوامل څه دی؟

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب سره سم، د اکهولو پر څښاک بندیز ولګید. له هغه راهیسې، په دې هېواد کې د الکهولي مشروباتو څښل جرم دی.

په دې جرم د نیول کیدو په صورت کې څوک په درو وهل کیدلای، جریمه او حتی زنداني کیدلای شي.

په داسې حال کې، ښايي دا خبره د ډيرو کسانو لپاره د تعجب وړ وي، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د الکهولیکو مشروباتو د مصرف اندازه په زیاتیدو ده. خو دا خبر حقیقت لري.

ایرانی ژورنالیست محمد زرقامي وايي:

″د فارسي شعر د پلار رودکي له زمانې نیولې، تر اومې او اتمې پيړۍ، چې د حافظ او سعدي شعر اوج ته رسیدلی و، شراب یاد شوي دي.

دا چې شراب د ایران په کلتور کې ژورې ریښې لري، لږترلږه د فارسي ژبې د کلاسیکو ادبیاتو څخه څرګندیدلای شي.″

د محمد زرقامي په وینا، که چیرې تر اسلامي انقلاب مخکې کلونو ایراني سینما او تیاتر ته وکتل شي، په ټولنه کې د الکهولیکو مشروباتو موجودیت ډير واضح دی.

خو د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته، د الکهولیکو مشروباتو پر څښلو غوڅ بندیز ولګید.

په وروستیو کې ایراني چارواکو په دې هیواد کې یو وار بیا د الکهولیکو مشروباتو د زیاتوالي په اړه شدیده اندیښنه څرګنده کړه.

ایراني ورځپاڼو تیره اونۍ وویل، چې مسوولو حکومتي ادارو د تیر په تناسب سږکال ۶۹ فیصده زیات الکهولي مشروبات نیولي دي.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال تیره اونۍ وویل، چې په خلکو کې د اسلامي اصولو او د ایرانۍ ټولنې د اخلاقي ارزښتونو مخالف کارونه لکه د شرابو څښل زیات شوی دي.

په ایران کې د ټولنیزو چارود یوې ادارې مشر ″مصطفی اقلیما″ وايي، چې یو شمېر خلک د الکهولیکو مشروباتو څښلو ته له ستونزو د تښتیدلو د لارې په سترګه ګوري:

″الکهولیک څښاک د مسکن خاصیت لري. موږ په داسې ټولنه کې اوسو، چې خلک تر اقتصادي فشار لاندې دي، دلته انفلاسیون دی او خلک د ستونزو څخه د تښتیدلو لپاره الکهولو ته پناه وړي.″

خو ایرانۍ خبریاله ″مهتاب واحدي راد″ په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د اقتصادي ستونزو موجودیت د دې اصلي عامل نه ګڼي.

میرمن واحدي راد وايي، ښايي د پاخه عمر په خلکو کې د الکهولیکو مشروباتو د څښاک زیاتوالی له اقتصادي مسایلو سره ارتباط ولري. خو په ځوانانو کې داسې نه ده.

د دې په باور د اکثریت ځوانانو ترمنځ د الکهولو محبوبیت د اسلامي جمهوریت له خوا د ټولنیزو بندیزونو او محدودیتونو په خاطر زیات شوی دی.

مهتاب واحدي راد وايي:

″سره له دې، چې ایران یو اسلامي هیواد دی، په حقیقت کې د دې علت په ایران کې د ټولنیزو ازاديو نشتوالی دی. په ایراني ټولنه کې جنسي تبعیض کیږي.

حتی په رسټورانټونو او کافې ګانو کې د خلکو شدیده څارنه کیږي. ځوانان، ښځې او نارینه ګډ نه شي کښینستلای.

له دې امله، د شرابو او حتي مخدرو موادو پښه کورونو ته خلاصه شوې ده. ځوانان د اونۍ په پای کې له دې محدودیت، څخه د وتلو لپاره په کورونو کې را یوځاي کیږي او ګډې میلمستیاګاني جوړوي.

په داسې کورنیو میلمستیاګانو کې هم الکهولي مشروبات وي او حتي مخدر مواد. زما په باور دا ټول پر ځوانانو د اسلامي جمهوریت له خوا د لګیدلي محدودیت له امله دی.″

ایراني چارواکي وايي، چې په دې هیواد کې لږترلږه دوه ملیونه کسان په مخدرو موادواخته دي، چې د الکهولو معتادین هم په کې شاملیږي.

د ژورنالیست محمد زرقامي په باور، د ایران د حکومت له خوا په خپریدونکو ارقامو ډیر باور نه شي کیدلای؛ ځکه د الکهولي څښاکو په استفادې بندیز دی او خلک د مجازاتو له ویرې دا مساله پټوي.

ښاغلی زرقامي هم په دې باور دی، چې په ټولنه کې پر ځوانانو موجود محدودیتونه به د دې ستونزې اصلي عامل وي. دی وايي، د الکهولي مشروباتو څښاک ته یو شمیر ځوانان له دې محدودیتونو د بغاوت په سترګه هم ګوري:

″څوک نه پوهیږي، چې د دیوال شاته څه شی دی، نو دا تجربه کوی. زما لپاره، د دې محدودیت ماتول یو ډول سرکشي کول وو.

دا د ټولنې له مذهبي برخې سره د ځان د تفاوت څرګندولو په خاطر هم کیږي. مثلا، موږ غوښتل څرګنده کړو، چې زموږ فکر او رفتار له هغوی سره فرق لري. زموږ فکر ازاد دی او د دنیا په وړاندې خوشبین یو.″

د ایران شرق ورځپاڼې د چارواکو په وینا ویلي، چې په ایران کې یو څوک په ۲۲ دقیقو مخدر مواد او په ۱۷ دقیقو کې الکهولي مشروبات ترلاسه کولای شي.
XS
SM
MD
LG