د ايرو ٢٠١٢ سيالۍ په لړ کې نن چک جمهوريت له پولنډ او يونان له روسې سره مسابقه کوي. د فوټبال دغه مسابقې په اوکراين او پولنډ کې کېږي، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په زرګونو مينه وال ورغلي دي.
وروسته تر هغه چې د اوکراين په ختيځ دونيتڅک ښار کې د باران د اورېدو له کبله د ايرو ٢٠١٢ سيالۍ نژدې د يوه ساعت لپاره وځنډېدې، په D ډله کې فرانسې کوربه هېواد اوکراين ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.
د لوبې تر پيل مخکې د تالندې او برېښنا له کبله د ملي سرودونو ږغول له خنډ سره مخامخ شول. د لوبې ريفري د موسمي باران او په اسمان کې د تالندې له کبله په پنځمه دقيقه کې لوبه ودروله او لوبغاړو تونل ته پناه يووړه.
په دوناباس ميدان کې ځينې نندارچيان لا هم پر خپلو څوکيو ښکارېدل او ان چې باران ته يې نڅا هم کوله. باران ورو- ورو کرار شو، وروسته ميدان ته کسان ولېږل شول چې اوبه يې وچې کړي.
اوکراين هيله درلوده چې د سويډن په وړاندې د لوبې په پيل کې دوه د يو په وړاندې خپله حيرانوونکې بريا وساتي، خو په دويمه نيمايي کې دوو پرله پسې ګولونو انګلستان ترې مخکې کړ.
په دې مسابقو کې چې په کييف کې وشوې انګلنډ سويډن ته درې د دوو په وړاندې ماتې ورکړه، د دې ماتې معنى دا ده چې سويډن له ليست څخه وايستل شو.
د سويډن لوبډلې يوه مينه وال پرون په کييف کې خپل احساسات څرګند کړل:
”دوى ښه لوبه وکړه، خو له بده مرغه چې موږ [لوبه] بايلوده. زه اوس کور ته ځم چې د خواشينۍ څو اوښکې تويې کړم“
په دې لوبه کې د انګلنډ د بريا معنى دا ده چې دغه لوبډله به د D ډلې په پايلوبه کې له اوکراين سره سيالي کوي، څو منځلوبې ته لار پيدا کړي.
پر دې بريا د انګلنډ ټيم يوه مينه وال پرون خپله خوښي څرګنده کړه:
”موږ بېخي په هوا کې راڅرخو، موږ هرڅه ترلاسه کړل، دغسې نه ده، موږ ډېر هيجان درلود، بالاخره موږ دا لوبه وګټله، ډېره عالي ده!”
فرانسه او انګلنډ دواړه په D ډله کې څلور امتيازونه لري، د اوکراين امتيازونه درې او د سويډن صفر دي.
د اوکراين په مرکز کييف کې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه راغلو د فوټبال نندارچيانو د ښار په مرکزي برخه کې د نژادپالنې پرضد او د زغم د دودېدو لپاره د جمعې په ورځ د فوټبال لوبه وکړه.
پر اوکراين د نژادپالنې تور پورې دى، خو اوکراييني چارواکو دغه مسئله په شدت سره رد کړې ده.
پولنډ چې د اوکراين په څېر د ايرو ٢٠١٢ مسابقو کوربه دى، د جمعې په ورځ د هغو دوو روسانو د ژر تر ژره اخراج امر وکړ، چې د پولنډ او روسيې تر منځ د لوبې پر مهال د کړکېچ د پارولو او د وارسا پر ملي سټوډيم د حملې تور ورباندې پورې دى.
دغه کسان په تور ليست کې شامل شوي، چې پنځه کاله د شنګهن تړون غړو هېوادونو ته سفر نه شي کولاى.
د جمعې په ورځ د کروشيا د فوټبال فډراسيون د ايرلنډ په وړاندې د يوې مخکېنۍ لوبې پر مهال د هغه د مينه والو د چلند له کبله ٣١ زره او پنځه سوه امريکايي ډالره جريمه شو.