د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۵۷

په ایران کې « سعید جللي» د یوه ځلیدونکي ستوري په توګه راڅرګندیږي


سعید جللي
سعید جللي
د ایران د هستوي پروګرام مهم مذاکره کوونکی ۴۷ کلن سعید جلیلي له وړاندې د ایران د حکومت په یو شمېر کلیدي څوکیو کې کار کړی دی.

د ایران د اسلامي انقلاب د «سپا پاسداران» پخوانی غړی ښاغلي جلیلي چې راسته پښه یې ۲۴ کاله وړاندې د ایران او عراق په جګړه کې قطع شوې ده، اوس د ایران د ملي امنیت د سترې شورا عمومي منشي دی او دا په دې معنا چې د ایران په بهرنۍ سیاست کې تر ټولو مهم رول دده په لاس کې دی.

ښاغلی جلیلي د ایران د ستر روحاني مشر « ایات الله خامنيي » د خاص استازي په توګه له لویدیځو هېوادونو سره د ایران د هستوي پروګرام په اړه مذاکرې کوي.

څارونکي په دې باور دي چې، پر ښاغلي «جلیلي» د خامنيي د ډیر ژور اعتبار له کبله کېدای شي چې، نوموړی ډير ژر د دې هېواد په سیاسي صحنه کې تر ټولو مهم رول يا لوړې څوکۍ ته معرفي شي.

په دې برخه کې د سعید جلیلي د پرمختیا لپاره یو ډول نښې نښانې لیدل کیږي.

په دې وروستیو اونیو کې د ایران بنسټپالي ډلې په خپل« ویب بلاک » کې د کمپیوټر، له لارې کمپاین پیل کړی دی چې، ښاغلی جلیلي د رانوي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سیالۍ وکړي.

د ایران په دولتي مطبوعاتو کې هم سعید جلیلي د یو ډیر دینداره او زحمت کښه سړي په توګه چې د تواضع او خاکسارۍ ژوند پرمخ وړي معرفي کیږي، په دې اړه د ایران یو تحلیلګر« شهرام رفیع زاده وايي:

“پر جلیلي د حاکم نظام، په داخل کې تمرکز کېږي او دا تمرکز له هغه تمرکز سره ورته والی لري چې، د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ میلادي کلنو ترمنځ د جمهور رئیس احمدي نژاد په اړه موجود و او داسې ښکاري چې د جلیلي په هکله هم هغه پخوانی چلند تکراریږي.”

په خپله ښاغلی جلیلي په څرګنده توګه له جمهور رئیس احمدي نژاد سره د خپلو اړیکو او په انتخاباتو کې د احتمالي کاندیدې، په اړه د ورځپاڼو د راپور ونو په وړاندې عکس العمل نه دی ښودلی.

خو د ایران یو پخوانی دیپلومات « علي زاده » فکر نه کوي چې، سعید جلیلي دي په دې اړه تصمیم نیولی وي. علی زاده وايي:

“حقیقت دا دی چې جلیلي د هغو کسانو په ډله کې چې، غواړي په انتخاباتي سیالیو کې ودریږي یو مهم یا پیژوندل شوی شخص نه دی.”

علي زاده همدا شان فکر کوي، چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د انترنټ له لارې د ښاغلي جلیلي لپاره کمپاین، د ایران د رژیم د هغو تلاشونو یوه برخه ده، چې غواړي د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو هیجان رامنځ ته کړي څو، انتخابات مشروع بڼه پيدا کړي او ډير خلک په رایو اچولو کې برخه واخلي.

تر اوسه یوازې د سپا پاسداران انقلاب یو پخواني قومندان « محسن رضايی» چې په ۲۰۰۹ میلادي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ناکامه شو، ویلي دي چې، ښايي يو ځل بیا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

د ۲۰۰۹ میلادي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ایران په لارو او کوڅو کې د حکومت پر ضد ډيري لویي مظاهرې وشوې.

د حکومت اپوزیسیون فعالان په نړۍ کې د ایران د هغو اعتراض کوونکو دریم تلین لمانځي، چې د حکومت له خوا د اعتراض کوونکو د ځپلو پر ترڅ کې ووژل شول.
XS
SM
MD
LG