د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

په افغانستان کې د امریکا دوامداره حضور به بې امنیتی ته لمن ووهي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په کابل کې خبرداری ورکړ، چې د امریکا دوامداره پوځي حضور به په جګړه ځپلي افغانستان کې یو ځل بیا ګډوډي راولي او په سیمه کې بې امنیتی ته به لمن ووهي.

علي اکبرصالحي په ډاګه وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهالو همکاریو موافقې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.

صالحي په کابل کې د اسیا د زړه په نوم کنفرانس ته وویل، چې یو ځانګړی هېواد په سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې د اوږدې مودې پوځي حضور غواړي او دې کار د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقې او د بهرنیو پوځي اډو د جوړولو هڅې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد له سیمه ایزو او نړېوالو هڅو سره په تضاد کې دي.

علي اکبرصالحي خبرداری ورکړ، چې دا اقدامات، افغانستان یو ځل بیا د سیالیو په ډګر بدلولای شي.

واشنګټن دا ردوي چې ګنې په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو د جوړولو نیت لري، خو امریکايي پوځي سرچینو ویلي، دوي په پام کې لري له 2014 کال وروسته کله چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه وځي، خپل پنځلس زره سرتېري په دې هېواد کې وساتي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره میاشت خبرداری ورکړ، چې د بهرنیو ځواکونو د حقوقي اړخ په ګډون له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه سختې خبرې چې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مسئله به روښانه کړي، تر اوسه پرځای پاتې دي.

ښاغلي کرزي د کابل د زړه په کنفرانس کې، له ګاونډیانو او نړېوالو وغوښتل چې د بېوزلي افغانستان له اقتصادي پرمختګ او د امنیت له ټینګولو سره مرسته وکړي.

د افغانستان په اړه یو بل مهم کنفرانس په راروانه جولای میاشت کې په توکیو کې جوړېږي.

په دې کنفرانس کې به د افغانستان د ټولنیزې ودې، سالمې ادارې، اقتصادي پرمختګ، روغتیا او تعلیم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.
XS
SM
MD
LG