د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

واشنګتن، نوي ډيلي او کابل مشورتي غونډه کوي


هند او متحد ايالاتو موافقه وکړه چې له افغانستان سره رسمي درې اړخيزه خبرې وکړې او په دې ډول په افغانستان کې د کرهڼې، معدنونو، انرژۍ او بنيادي پروژو په اړه وغږيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د هند د بهرنيو چارو له وزير ايس ايم کريشنا سره د هند او امريکا د ستراتيژيکو خبرو په پاي کې د چهارشنبې په ورځ وويل، موږ دا سره ومنله چې د دريو هيوادونو، هند، افغانستان او امريکا ترمنځ د رسمي مشورتي غونډې له لارې کارونه پرمخ يوسو.

له افغانستان سره د هند د مرستو له ډيريدو سره د ځينو څيړونکو په باور ښايي د نوي ډيلي سيال اسلام اباد مخالفت وکړي، خو ځيني سياسي څيړونکي بيا وايي چې د پاکستان له مخالفت سره سره دا د واشنګتن او کابل په ګټه ده چې هند په افغانستان کې ډيره پانګونه وکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزی وايي:
(د واشنګتن غوښتنه له ډيلي څخه دا مانا لري، چې نور امريکايان له اسلام اباده نااميده شوې دي، بل پلو په سيمه کې که چيرته واقعا هند له امريکا سره له ستراتيژيک پلوه مخې ته ولاړ شي، نو امريکايان به هند ته د يوه ستر سيمه ييز قدرت په توګه ترجيح ورکړي.

بله مساله دا ده چې دا ډيره ناوخته ده چې پاکستان له کابل سره د هند د اړيکو موضوع ياده کړي يا د هند د نفوذ موضوع رابرسيره کړي، ځکه چې افغانستان له هند سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي دي.)

په واشنګتن کې د امريکا او هند د بهرنيو چارو وزيرانو تر خبرو وروسته په ګډې اعلاميې کې وويل چې دواړه هيوادونه قصد لري چې په ګډه د هغو فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي چې افغانستان په پښو ورسره دريدلي شي او په دې توګه د طبعي زيرمو، کرهڼې، انرژۍ او په افغانستان کې د نورو بنيادي کارونو د ترسره کولو لپاره کار وکړي.

نژدې دوې اونۍ وروسته هند په نوي ډيلي کې د نړيوالو پانګه والو کنفرانس جوړوي څو د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په واشنګتن کې خبريالانو ته وويل، موږ له افغانانو سره د هند د مرستو ژمنې ډيرې ستايو دغه هيواد له افغانستان سره تر دوه ميليارډه ډالرو ډيره مرسته کړې ده.

هيلري کلنټن زياته کړه چې نوي ډيلي د وريښمو د نوې لارې د پروګرام ملاتړ کړي، د افغانستان لپاره د پانګوالو د کنفرانس کوربه توب کوي، د امنيت په برخه کې مرسته کوي او افغان ځواکونه روزي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې بيا وويل، زه ډيره خوشاله يم چې له افغانستان سره دغه ډول محسوس ملاتړ کيږي.

د هند د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا وويل، د هند نقش هر وخت ګټور وي او له افغانستان سره هند تاريخي، اقتصادي او کلتوري پخواني اړيکي لري.

د خبرو پر مهال د هند د بهرنيو چارو وزير د پاکستان مساله هم ياده کړه چې د ده په وينا هلته بايد د ترورستانو خوندي ځايونه له منځه يوړل شي.
XS
SM
MD
LG