د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

په سیمه کې د ثبات لپاره جدي هڅو ته اړتیا شته


ولسمشرکرزي د اسیا زړه د سیمې د هېوادونو په کنفرانس کې د سیمې د هېوادونو پرهمکارۍ او هماهنګۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې په سیمه کې د ثبات او ټیکاو لپاره جدي هڅو ته اړتیا شته.

ولسمشر کرزي څرګنده کړه، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پیاوړي اړیکې ټینګې کړي او د سیمې ټول هېوادونه باید د ښو اړیکو له لارې په خپل مینځ کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزه همکاري زیاته ترڅو په سیمه کې لا پرمختګ رامنځ ته کړي.

جمهور رییس کرزي وویل، چې افغانستان د امنیتي مسوولیتونو د انتقال دریم پړاو پیل کړی او له بشپړیدو سره به یې د دې هېواد پنځه اویا فیصده خلک د افغان ځواکونو تر امنیتي پوښښ لاندې راشي.

ده وویل، چې افغانستان به د سولې پیل شوې پروسې ته په ټول توان سره دوام ورکړي او د همدې هدف لپاره به په نږدې راتلونکې کې د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني لومړی سعودي عربستان او بیا پاکستان ته سفرونه وکړي.

په عین حال کې په دې کنفرانس کې چې د څوارلسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د یو شمېر نورو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون ویډیويي وینا هم واورول شوه.

بانکي مون په خپله وینا کې پر سیمه ایز همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په سیمه کې د تروریزم او نشه یې توکیو پر ضد د مبارزې او لازم ثبات لپاره باید په سیمه ایزه کچه همآهنګی او باور رامنځ ته او په افغانستان کې د ښځو د حقوقو او د نجونو د زده کړې لپاره ډیرې هڅې وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې په کابل کې د اسیا د زړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس د استانبول د کنفران دوام دی او هیله ده چې دا کنفرانس په سیمه کې د رښتیني ثبات لامل وګرځي.

داوود اوغلو څرګنده کړه، که چیرې په افغانستان کې سوله او امنیت نه وي په سیمه کې هم امنیت او ثبات نشي راتلی او د موجوده ستونزو د حل لپاره باید ټول سره لاسونه ورکړي او د تروریزم او مخدرو موادو پرضد مبارزه پیاوړې شي.

په کابل کې د اسیا زړه د سیمې د هېوادونودا یو ورځنی کنفرانس د پنجشنبې ورځې تر مازدیګره پورې دوام کوي او بیا به د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې ده، چې د دې کنفرانس ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم له ولسمشر کرزی او نورو افغان چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرو وکړي.
XS
SM
MD
LG