په افغانستان کې د اتصالات مخابراتي شرکت د هېواد د سلګونو قاریانو ترمنځ د قران کریم د تلاوت سیالۍ پیل کړي دي.
د دې شرکت مسئولین وايي، چې دغه سیالۍ د چهار شنبې په ورځ په کابل کې پيل شوې او څلور ورځې به نور هم دوام وکړي.
د اتصلات مخابراتي شرکت چارواکې وايي، چې د دغو سیالیو هدف په دوبۍ کې د قران کریم د تلاوت د نړېوالو سیالیو لپاره له افغانستان څخه د کسانو انتخابول دي.
د دې مخابراتي شرکت له خوا د قران کریم د تلاوت دغه سیالۍ د چهار شنبې په ورځ د پنځو ورځو لپاره په کابل کې د هېواد د سلګونو قاریانو ترمنځ پیل شوي.
د اتصالات شرکت د رسنیو مسئول کفایت الله نبي خیل د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو سیالیو ګټونکې به د دې شرکت په لګښت په دوبۍ کې د قران کریم په نړېوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د دې شرکت مسئولین وايي، چې له تیرو پنځو کلونو راهیسې هر کال په افغانستان کې د قران کریم د تلاوت سیالۍ د سلګونو کسانو ترمنځ کوي.
د دې ترڅنګ نورې مخابراتي کمپنۍ هم د خپلو اعلانونو په خاطر بېلابېلې سیالۍ او نورې لارې کاروي، چې د خلکو پام په دغه ډول ځان ته اړوي.
په افغانستان کې اوس څلور شخصي او یو هم دولتي مخابراتي شرکت فعالیت کوي، چې په میلیونونو کسان ورڅخه ګټه اخلي.
دا په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه ده، چې خلک له مخابراتي خدمتونو برخمن شوي، خو له دې سره د خلکو شکایت دا دی، چې مخابراتي خدمتونه په ټیټ کیفیت او لوړه بیه دي.
خلک غواړي، چې د نورو هیوادونو په څېر په افغانستان کې هم د مخابراتي لګښتونو بيي کښته وي.
معصوم میوند- کابل