د ناتو عمومي منشي وایي، نړېواله ټولنه په بري سره د افغانستان د جګړې په ختمولو کې ګډې ګټې او ګډ مسولیتونه لري، رازموسین زیاته کړه:
“د افغانستان د لس کلنې جګړې په اړه د خلکو د حوصلې په کمیدو پوهیږي.
خلک غواړي او زه هم غواړم د تونل په پای کې رڼا ووینو. خو د حوصلې له کمیدو سره سره، د ناتو ټولو متحدانو پریکړه کړې چې افغانستان ته به ژمن پاته کیږي او دا ماموریت به په بري سره پاي ته رسوي”.
د ناتو عمومي منشي وویل، ناتو ځواکونه ځکه افغانستان ته لاړل چې افغانستان یو ځل بیا د تروریزم امن ځای نشي او تروریستان له هغه ځایه حملې تنظیم نکړاي شي.
رازموسین دا هم وویل، ناتو غواړي افغان ځواکونو ته په تدریجي ډول امنیتي مسولیتونه وسپاري.
که څه هم چې ځیني هېوادونه به له ټاکلې مودې مخکې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي، خو پوره ډاډمن یو چې افغان امنیتي ځواکونه د مسولیتونو اخیستو ته چمتو دي.
د ناتو عمومي منشي رازموسین وویل، زموږ په متحدانو کې ممکن ځيني هم وي، چې د انتقال په جریان کې په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم کړې، خو هغوي هم اعلان کړی چې د انتقال په دورې او دغه راز د ۲۰۱۴ کال تر پایه به خپلو ژمنو ته متعهد پاته شي.
د ناتو عمومي مشني وایي، شاوخوا پنځوس هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د نړیوال مرستندویه ځواک (آیساف) په چوکاټ کې افغانستان ته راغلې، دایي په ډاګه کړې چې موږ افغانستان ته په ګډه راغلي یو او یو ځای به له دې هېواد څخه وځو. دا اساسي اصول یا شاخص دی.
د ناتو عمومي منشي په افغانستان کې دېره اتیلافي ځواکونو ته د پاکستان د ترانزیتې لارې په اړه خبریالانو ته وویل:
“له زیاتې مودې راهیسي، د ترانزیتې لارو د بیرته پرانیستلو په مقصد خبرې روانې دي.
تر اوسه موږ کومې نتیجې ته نه یو رسیدلې. زه هیله من یم چې د پاکستان ترانزیتې لار په نږدې راتلونکې کې بیرته پرانیستله شي”.
د ناتو عمومي مشني زیاته کړه، دا چې ناتو په افغانستان کې خپل پراخ ماموریت یا حضور کموي نو د لوژستیک د ښه تنظیم په مقصد بېلا بېلو ترانزیتې لارو ته اړتیا لري.