د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د مور نړېواله ورځ په افغانستان کې


په افغانستان کې که څه هم د مور د نړېوالی ورځ د لمانځلو لپاره ځانګړې رسمي غونډې جوړیږي په یو شمېر کورنیو کې هم د مور نړېواله ورځ لمانځل کېږي.

یو شمېر اولادونه د مور د نړېوالې ورځې په مناسبت د خپلو میندو لپاره ډالۍ اخلې، میندې د تفریح لپاره میلې ته بیايي او یا هم ورته په کور کې محفلونه جوړوي.

یو شمېر کابل ښاریان وایي، چې دوي د مور پر نړېواله ورځ خبر دي او د خپلو میندو لپاره یې سوغاتونه اخیستي او یا یي هم اخلي.

یو شمېر ځوانان په دې اړه وایي:

"زما نوم نجیب الله دی زه د دریم مکروریانو کې دوکاندار یم د مور لپاره، خو چې هره ورځ تحفه یوسو کمه ده، خو زه دا درې کاله کیږي، چې دلته دوکاندار شوی یم د مور لپاره تحفه وړم، مخکې نجار وم وس می نه وو، نن به یوه جوړه جامی ورته یوسم.

"زما نوم څانګه ده، هغه حق چې مور په اولاد لري هغه نشي ادا کولای او د مور ورځې لمانځل یوه سمبولیکه بڼه لري.

زه راغلې یم چې د مور لپاره یوڅه خوښ کړم او ورته ډالۍ یي کړم، خو تر اوسه می څه نه دي اخیستي خو خوښوم یي."


د دې ځوانانو په اند له مور پرته کور د بې ستنې او دیواله کنډوالې په شان دی.

دا چې له اولاد سره د مور خواري، زحمت او مینه ډیره ده او اولاد نشي کولای په پوره توګه د مور حق ور ادا کړي، نو په همدې خاطر ویل شوي، چې جنت د میندو تر پښو لاندې دی.

که هرڅومره د مور په اړه توصیف وشي، نو دا به کم وي، ځکه دا مور ده، چې د شپې تر سهاره له خپلو ماشومانو سره په ویښه تیروي او هڅه کوي چې خپل ماشومان په علم او ښه خوی لوی او ټولنې ته یي وړاندې کړي.

همدا راز د مور د نړېوالی ورځې په اړه یو شمېر میندی هم له ماشومانو سره راغلی وی، ترڅو د خپل اولاد په خوښه د ځان لپاره ډالۍ واخلي:

په دې اړه به د یوې مور خبری واورو:

"زه څلور زامن لرم درې مې ګوډان دي، یو مې جوړ دی، پوهیږم چې نن د مور ورځ ده، دا مې انږور ده، د دې د سړی هم دواړه پیښی قطع دی د دې خپله هم دا په جنګونو کې پرې شوي دي.

دوي اوس راغلي وایي، تاته څه شی اخلم معیوب زوی می انږور ته وویل، چې لاړه شه کالی او یا هم ټیکرۍ ورته واخله ما ویل زه یی نه اخلم خپله معیوبان یی زړه مې درباندې سوځي، خو ویل یی چې نه یوڅه درته اخلم اوس مې انږور وایي، چې که کالي نه کړې نو یو ټیکرۍ خو درته اخلم"


په افغانستان کې د تیرو لسیزو جګړو زیات شمېر میندۍ د خپلو اولادونو او کورنۍ د ویر په ټغر کېښنولې او د دې جګړو له کبله زیات شمېر ماشومان هم یتیمان شول.

یو شمېر میندۍ، چې د جګړو له امله یي د کورنۍ مشران وژل شوي، دوي په دې توانیدلي، ترڅو د خپلو اولادونو ساتنه او پالنه وکړي.

خو د مور له ډیرو زحمتونو او نازو سره سره لا هم په افغانستان کې یو شمېر میندۍ په پاخه عمر کې د اولادونو له خوا وهل شوي او له کوره یي شړلې دي.

چې یو شمېر یي د ناچارۍ له امله د ژوند د بقا په خاطر په ښارونو کې یا درانه کارونه کوي او یا یي هم بل ته د سوالګرۍ لاس اوږد کړی.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG