د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

پنټاګون: د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره هیلی کوپټرۍ اخلو


د پینټاګون ویاند جورج لیټل رسنیو ته وویل، موږ د سوریې له رژیم څخه هیلو کوپټرې نه اخلو، موږ له روسیې کمپنۍ څخه دا هیلوکوپټرې د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره اخلو.

سناتور جان کورنین، د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا ته په یو لیک کې ولیکل، چې د افغانستان لپاره د رسوبورنو ایکسپورټ کمپنۍ څخه د می ۱۷ هیلوکوپټر اخیستل پر ځای کار نه دی.

نوموړې په دې لیک کې لیکلي و چې د امریکا د دفاع وزارت هغه معاملې چې په اګاهانه ډول یې له یوې داسې روسي کمپنۍ سره ده چې په سوریه کې د ډله ایزو جنایاتو اسباب برابروي، سخت خپه کړی دی.

د امریکا متحده ایالات پلان لري، چې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یو ویشت می ۱۷ هیلوکوپټرې د روسیې له رسوبورنو ایکسپورټ کمپنۍ څخه د افغانستان لپاره واخلي.

د دې ټول قرارداد ارزښت درې سو پنځه اویا میلونه ډالر ښودل شوی دی او د پنځه نیم سو میلونو ډالرو په ارزښت د ضافي الوتکو د اخیستلو انتخاب هم ورسره مل دی.

د پینټاګون ویاند جان کیربي رسنیو ته ویلي، د امریکا د دفاع له وزارت سره دا یوازینۍ قانوني لاره ده چې له مخې یې افغان ځواکونو ته هیلوکوپټرې او دې افغان هوايي ځواک پخوانیو هیلوکوپټرو ته پرزې برابرولی شي.

روسیې، سوریې ته د وسلو له استولو لاس پر سر کیدل رد کړی او پر دې سربیره یې د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته چې په خپل هېواد کې د مظاهره چېانو پر زپلو بوخت دی د ډیپلوماتیکې مرستې وړاندیز هم کړی دی.

د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال جیمز میلیر په یو لیک کې د خپل هېواد سناتورانو ته منلې ده چې د روسیې د روسوبورن ایکسپورټ کمپنۍ د اسد د ریژیم لپاره د وسلو او مهماتو استولو ته دوام ورکوي، او داسې شواهد هم شته چې ځينې دا وسلې په سوریې کې د عامه خلکو خلاف هم کارول شوي دي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د سې شنبې په ورځ پر روسیې تور ولګاوه چې سوریې ته یې نورې برید کونکې هیلوکوپټرې استولې دي، او مسکو سوریې ته د دوسلو د استولو په اړه درواغ وايي.

خو پینټاګون ویلي دي چې دوی نه شي تاییدولی چې سوریې ته دې روسیې څخه د وسلو کومه نوې جوپه رسیدلې وي.

پینټاګون دا هم رد کړې چې ګوندې د افغانستان د شمال څخه دې هیواد ته د اکمالاتو د روسولو په برخه کې د روسیې د خاورې کارولو له کبله، واشینګټن د سوریې د تاوتریخوالې په برخه کې پر مسکو د ډیر فشار راوړلو څخه ډه ډه کوي.

د پینټاګون ویاند جان کیربي ویلي، زه فکر نه کوم چې موږ دې دا دوه مسلې سره شریکې کړو.

موږ د روسیې منندوی یو چې په درناوي یې موږ ته افغانستان ته د تلو او وتلو لوجیستیکې لار راکړې، خو موږ دا دوه مسلې خپلو کې نه ګډوو.
XS
SM
MD
LG