په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان ځانګړی استازی په دې باور دی چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به نړېواله ټولنه بیا هم دا هېواد یوازې پری نه ږدي، خو دا هېواد هم مکلف دی چې، د نړېوالې ټولنې د قناعت د حاصلولو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړی استازي یان کوبیش دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغان میرمنو د شبکې د دوه ورځنې ناستې په وروستۍ ورځ کې وکړې.
یان کوبیش وویل، نړېواله ټولنه ژمنه ده چې له افغانستان سره مرستې وکړي، خو راتلونکې مرستې به د حساب ورکولو د یو جامع او شفاف میکانیزم له مخې ترسره کېږي:
«دا مرستې به د یو ډول ځانګړو شرایطو له مخې ترسره شي او سره له دې چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خو یو لړ مسئولیتونه به مني، د توکېو په کنفرانس کې به د دوه اړخیزو شفافو حساب ورکولو پر میکانیزم بحث وشي، د هغې له مخې افغان حکومت مکلف وي چې منل شوي خدمات ښه ترسره کړي.»
یان کوبيش د افغانستان د پوهنې په نظام کې د نجونو او میرمنو پراخه ونډه اخیستنه او له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بیرته راستنیدل هم مهم وباله.
د افغان میرمنو د شبکې په غونډه کې د جاپان د سفارت مرستیال « سي.جي. یوکادا» د افغان میرمنو نظریات وستایل او سره له دې چې له افغانستان سره یي د جاپان د مرستو د دوام ژمنه وکړه ویي ویل، چې د افغان میرمنو د شبکې وړاندیزونه به هرو مرو د توکېو کنفرانس ته وړاندې شي:
«دا وړاندیزونه چې تاسې یي کوﺉ، دا به په توکېو کې د مدني ټولنې د سازمانونو له خوا وڅیړل شي او له هغې وروسته به د توکېو کنفرانس ته وړاندې شي.
هیله ده، چې ستاسې استازیو ته د توکېو په کنفرانس کې د خبرو کولو موقع ورکړل شي.»
په ناسته کې وویل شول، نړېواله ټولنه به د خپلو راتلونکو مرستو په هکله له افغان حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې ښه حکومتداري رامنځته، په ادارو کې د فساد او مخدروموادو پر ضد مبارزه جدي، د ظرفیتونو لوړولو ته هڅې زیاتې او په ټولو پرمختیایي چارو کې د نارینه و ترڅنګ ښځو ته هم ونډه ورکړي.
راپور: خان محمد سیند