د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

ملګرو ملتو د سوريې په اړه کلني رپوټ خپور کړ


ملګرو ملتو د سوريې په شخړو کې د ماشومانو د حقونو په اړه رپوټ خپور کړی دی.

د ملګرو ملتو په دې کلني رپوټ کې په سوريې کې د شخړو پر مهال له ماشومانو سره د زور زياتي خورا دردونکي مثالونه ورکړل شوې دي.

ملګرو ملتو د بشار الاسد رژيم د هغو حکومتونو په لست کې شامل کړ، چې ماشومان وژني، ځوروي يې او جګړې ته يې استوي.

د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتو په کلني رپوټ کې ويل شوې دي، چې د سوريې حکومت په دې له شرمه ډک لست کې يو له هغو حکومتونو څخه دي چې ډيره سرغړونه يې کړې ده.

د دې رپوټ له مخې د سوريې پوځيانو او د شبيحه په نوم مليشه ځواکونو په تيرو پنځلسو مياشتو کې چې د حکومت پرضد پاڅون پيل شوي دي تر نهو کلنو پورې ماشومان په نخښه کړې دي.

د ملګرو ملتو رپوټ د هغو مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی، چې د ملګرو ملتو څارونکو له ماشومانو او پخوانيو سوريايي پوځيانو سره کړې دي. په رپوټ کې داسې شواهد وړاندې شوې دي، چې ماشومان وژل شوې او ټپيان شوې، په زوره نيول شوي، توقيف شوي، ځورول شوي او جنسي تيري پرې شوې دي.

د وهلو په وخت د ماشومانو سترګې تړل شوې، په درنو کيبلونو وهل شوي دي او په سګريټو د تحقيقاتو پر مهال سوځول شوې دي.

د ملګرو ملتو په رپوټ کې دا هم ويل شوې دي، چې ماشومان د سوريې پوځيانو په ټانکونو کې سپاره کړې دي او له هغوی څخه يې د مخالف شويو پوځيانو پرضد د سپر په توګه ګټه اخيستې ده.

په رپوټ کې ويل شوې دي، چې د مارچ په نهمه حکومتي ځواکونو د ادليب ولايت په عين الروز کلي کې په لسګونو هلکان په بسونو کې د کړکيو خواته کينولي و او د سرويسونو په منځ کې يې پوځيان سپاره کړې وو.

پنځلس مياشتې مخکې چې کله په سوريې کې د بشار الاسد رژيم پرضد پاڅون پيل شو بهرنيو رسنيو ته اجازه نه وه چې د جګړې رپوټونه ورکړي، خو له يوې مياشتې راهيسې د انټرنټ له لارې د دې جګړې ګڼ فلمونه خپاره شول.

په يوه تازه فلم کې چې د جون په لسمه خپور شو، د هفاء په سيمه کې د باکاس په کلي کې د لسو وژل شويو ماشومانو خپلوان ښکاري؛ چې پر جسدونو راپنډ شوي او وير کوي.

د ولسمشر بشارالاسد رژيم بيا بيا په دې وژنو کې د حکومتي ځواکونو لاس لرل رد کړې دي او وايي، چې اپوزسيون ډلې دا ډول کارونه د لويديځو حکومتونو په لسمونه ترسره کوي.

خو د ملګرو ملتو په رپوټ کې د اپوزسيون ډلې په ډله ييزو وژنو نه دې تورنوې شوې او يوازې دا يادونه شوې ده؛ چې د سوريې د خپلواکۍ په نوم ځواکونه د جګړې په وخت له ماشومانو کار اخلي چې اوبه او دوا لومړۍ کرښې ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG