د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

باقري: د اټمي پروګرام په اړه به روانه غونډه بریالۍ نه وي


د ایران داټومي پروګرام، مذاکرکوونکی″علي باقري″
د ایران داټومي پروګرام، مذاکرکوونکی″علي باقري″
د ایران مذاکره کوونکې د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د ایران د اټمي پرو ګرام په اړه خبرې، چې ټاکل شوې ده روانه میاشت په مسکو کې ترسره سي، کومه نتیجه به ورنه کړي، ځکه چې د دې خبرو لپاره سم تیاری نه دی نیول شوی.

د ایران داټومي پروګرام، مذاکرکوونکي ″علي باقري″ وویل، چې د اټمي پروګرام په اړه د خبرو د اجنډا د ټاکلو مقدماتي غونډه په مسکو کې د جوزا د میاشتې په ۲۹ او ۳۰ نیټه جویړیږي.

د ایران دولتي خبري آژانس ″ایرنا″ دراپور پر اساس، ښاغلي باقري د اروپایي ټولني یو لوړپوړي چارواکې ″هلګا شمید″ ته د یکشنبې په ورځ مکتوب لیږلی دی او په دې اړه یې شکایت کړی دی.

لویدیځ هیوادونه، د ایران د هستوي پرو ګرام په اړه اندیښمن دي، چې دغه هیواد د اټمي وسلو د جوړولو هلې ځلي کوي. لویدیځ له ایران څخه غواړي، چې د ۲۰ فیصدو یورانیمو د غني کولو پروګرام ودروي.

ځکه د اټمي وسلو لویدیځ کارپوهان وايي، د شلو فیصدو غني شویو یورانیمو څخه اټمي وسلې جوړیدای شي او دا مشکل کار نه دی.

اما، ایران ټينګار کوي، چې هستوي پروګرام یې سوله ییز دی، یعني د دوی د یورانیمو غني کیدو پروګرام د بریښنا د تولید او طبي څيړونو لپاره دی.

داسوسیېټډ پرېس خبري آژانس په وینا، ایران د یورانيمو د غني کیدو د بحث (د دوام) په بدل کې، له لویدیځو هیوادونو څخه غواړي، چې پر دغه هیواد، لګول شوي بندیزونه نرم کړل شي.

د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد په دې ورستیو کې وویل، چې لویدیځ باید د دې خبري وضاحت وکړي، چې که ایران د شلو فیصدو یورانیمو د غني کیدو پروسه ودروي، نو لویديځ به ایران ته د دې کار په بدل کې څه ډول امتیازات ورکړي؟

نوموړي زیاته کړه که ځیني هیوادونه غواړي چې، له موږ څخه دا حق واخلي، یعنې چې د شلو فیصدو یورا نیمو غني کېدل بند کړو، نو لویدیځ باید له هرڅه وړاندې خپل دلایل څرګند کړي، چې ولي ایران له دې کاره لاس واخلي. دوهم د دې کار په بدل کې به د ایران ملت ته څه ورکړل سي؟

میرمن «شمید» ویلي دي، چې لومړنیو مذاکرو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.
اروپايي مقاماتو ویلي دي؛ چې په بغداد کې د ۶ ځواکمنو هیوادونو یعنې د امنیت د شورا پنځه دایمي غړو هیوادونو او جرمني په خبرو کې د ایران د شلو فیصدو یورانیمو د غني کیدو او فعالیتونو په اړه چې ″ اصلي موضوع″ ده خبري سوي دي.

نوموړې زیاتوي:

″په مسکو کې به د دې، مذاکرو بل پړاو بریالی وي، هلته به کارپوهان او استازي وکړای سي چې، د ایران د وړاندیز اود شپږو ځواکمنو هیوادونو، یعني د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي فرانسه، بریتانیا، روسیه، امریکا، چین جمع جرمني د پیشنهادونو په اړه یوه مشخصه اجنډا جوړه کړي.″

د ایران دولتي خبري آژانس « ایرنا» میرمن شمید ته د ښاغلي « باقري» د استول سوي لیک په حواله راپور ورکړی دی چې، نوموړی وايي، په مسکو کې د خبرو اترو راتلونکې پړاو به یوازې هغه وخت بریالۍ وي چې، استازي او کارپوهان د ایران اود ۶ قدرتمنو هیوادونو او جرمني پر بنسټ دیوې مشخصي اجنډا په ټاکلو بریالي سي.
XS
SM
MD
LG