د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۰

افغان کرکټ لوبډله د نړېوال جام سیالیو لپاره چمتوالی نیسي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي که څه هم د کابل په نړېوال سټډیوم کې ناسمه هوا د خپلو تمرینونو یو خنډ بولي، خو له دې خوښي څرګندوي چې په خپل هېواد کې د نړېوال جام سیالیو لپاره له خپلو روزونکو څخه روزنه ویني.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان نوروزمنګل له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په ټیم یې پوره باوري دی او له تېرو لوبو څخه یې تجربه اخیستې چې په نړېوال جام او نورو سیالیو کې څنګه لوبه وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم روزونکی کبیرخان که څه هم د ملي ټیم لپاره په تېر کال کې د روزونکی نشتوالی یوه تشه بولي او وایي، چې ملي ټیم له ډېرو پرمختګونو پاتې شوی خو د روان کال په ترڅ کې له خپلو هر راز چمتوالي خبر ورکوي او وایي چې د نړیوال جام سیالیو لپاره په روانو سیالیو کې د خپلو نورو همکارانو سره د ملي ټیم لوبغاړو ته روزنه ورکوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو لپاره د نړیوال جام په نوم دا روزنیز کمپ له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوی او تمه ده پنځلس ورځې نور هم دوام وکړي .

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به له نړیوال جام سیالیو مخکې د روانې میاشتې په پاي نیټو کې ایرلند ته هم لاړ شي څو د لویو وچو یوه لوبه له کوربه هیواد سره وکړي.

اخوا د افغانستان د ولایتونو د لومړۍ درجې ټیمونو تر منځ د شنبې په ورځ یو لړ سیالۍ پیل شوي دي .

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو غړی فریدهوتک آزادۍ راډیو ته وویل چې ددې سیالیو هدف د کرکټ وده او د نویو لوبغاړو انتخابول دي.

د کابل او ننګرهار په ولایتونو کې د لومړۍ درجې ټیمونو دا لس ورځنۍ سیالۍ په داسې حال کې پیل شوي دي چې تمه ده د روانې میلادي میاشتې له نیمایي ورهاخوا د ملي ټیم او نولس کلنو ټیم تر منځ درې لوبې وشي چې ګڼشمیر هیوادوال یې د لیدولیواله دي .

صفي الله ستانکزی،کابل
XS
SM
MD
LG