د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

د کندهار سوداګر: پاکستان د تړونو عملي کولو ته ژمن نه دی


سره له دې چې افغان دولت له پاکستان سره د تجارت د پراخیتا او همکارۍ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي، خو افغان سوداګر وایي، چې د پاکستان حکومت د تړونو عملي کولو ته ژمن نه دی او دوي ته د مالونو د را واردولو پر مهال ډول ډول ستونزې پیښوي، په دې اړه د کندهار ملي سواګر داسې وایي:

"دا اوس په کراچۍ بندر کې ۴۰ درجې حرارت دی هلته چې یو کانټینر دوا یوه هفته پاته شي دا خپل خواص دلاسه نه ورکوي؟

موږ موټران نه لرو بل موټر چې د بازاره راولي هغه ته په دوې میاشتې کرایه نه ورکوي نو هغه خو زما جنس نه باروي."


په ورته وخت کې د کندهار د ګمرک مسوولین وایي، په پاکستان کې پرافغاني تجارتي مالونو بې ځایه ټکس اخیستل د سوداګرو د ستونزو د زیاتوالي ترڅنګ یي پر ګمرکي عایداتو هم مستیقما اغیز کړی.

په دې اړه د کندهار د ګمرک ریس اسدالله جلالزی:

"مستقیما یي اغیز کړی، خو یوه خبره ده دلته د کندهار د ګمرک که عواید کمیږي خو سوداګر د اړیتا په صورت کې مالونه راوړي نو په دې اساس به د نیمروز او هرات د ګمرکونو عایدات لوړیږي."

بل خوا د کندهار د سوداګرۍ د خونو مرستیال انجنر عبدالباقي وایي، دا ستونزه یې په وار وار په کندهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ سره شریکه کړې، خو هغوي یې په حل کې مرسته نه کوي:

"د دوي هغه استازی چې دلته په کندهار کې دي زموږ سره یي وعدې کړي، خو بیا هم عمل نه کوي یو کانټینر په ۲۵ ورځو را رسیږي او یو کانټینر د ۳- تر ۴ زره ډالر کریه خوري"

د سوداګرۍ د خونو مرستیال وایي، په دې اړه یي د ولایتي ادارې ترڅنک د مرکزي ادارې سره هم تماس نیولی، خو د دې ټولو هڅو سره سره دا ستونزه پر ځای پاته ده.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG