د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

حکومتي عسکرو په درعا ښار کې اولس تنه ملکیان وژلي دي


په سوریه کې د بشري حقونو څارونکې وايي، چې حکومتي عسکرو د شنبې په سهار وختي د ″درعا″ ولایت په جنوب کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژلي دي. په وژل شویو کې نهه ښځې او درې ماشومان شامل دي. د ″درعا″ په ولایت کې تاوتریخوالی ډير شوی دی.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څارونکو، په وینا دغه کسان د ″درعا″ په مسکوني سیمه کې وژل شوي دي. تیر کال په پسرلي کې د درعا خلکو د سوریې د حکومت پر ضد پاڅون وکړ.

څارونکو زیاته کړه، د سهار وختي په بمباریو کې ګڼ شمېر کسان ژوبل شوي دي، د ځينو حالت نازک دی.

په همدې ښار کې موبایل ټلیفونونه بند کړل شوي دي کار نه کوي.

د بشري حقونو د څارونکو په وینا، د جمعې په ورځ په ټوله سوریه کې ۶۸ کسان وژل شوي دي. په وژل سویو کسانو کې ۳۶ ملکي وګړي، ۲۵ حکومتي عسکر او پاتي ۷ کسان د حکومت ضد وسله وال شامل وو.

په دې وروستیو ورځو کې په تیره بیا په دمشق کې د حکومتي عسکرو او د حکومت پر خلاف یاغي وسله والو تر منځ جګړې زور اخیستی دی.

په دمشق کې د جمعې په ورځ د حکومتي عسکرو او مخالفو وسله والو تر منځ شخړو کې د دوو فراري عسکرو په شمول ۷ وسله وال ووژل شول.

د ″درعا″ په ښار کې د ولسي وګړو وژنې په داسې وخت کې شوي دي؛ چې د چارشنبې په ورځ د حکومتي عسکرو له خوا د سُني میشت او زراعتي ښار ″ال کوبیر″ محا صرې او په همدې ښار کې د ۱۵۰ په شاوخوا کې د کلیوالو وژنې په نړیواله سطحه اعتزاضونو راپورته کړي دي.

د څارونکو په وینا د ″ال کوبیر″ په ښار کې د حکومتي عسکرو له خوا ۵۵ کسان وژل شوي دي؛ چې یو شمېر یې ښځي او ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو له خوا د اوربند څارونکو چې له دغه کلي څخه یې لیدنه کړې وه؛ ونه کړای شوای چې د ال کوبیر د ښار د وژل شویو کسانو دقیقه شمیره ووايي.

اما د ملګرو ملتونو عمومي منشي ″بان کې مون″ د امنیت شورا ته وویل، چې لومړني شواهد ښيي چې، لومړی حکومتي عسکرو د ″ال کوبیر″ ښار محاصره کړ او وروسته ملیشه ښار ته ننوتلي او په ډېره بې رحمي سره یې ملکې وګړي ووژل.

د سوریې حکومت دغه عام وژني رودي او د پخوا په څير په مکرره توګه وايي؛ چې د ولسي خلکو په عام وژنه کې د هغو ټروریستانو لاس دی، چې د بهرنیو عسکرو له خوا یې ملاتړ کیږي.

څارونکي وايي، چې په سوریه کې د پروسږکال د پسرلي یعني، د جګړې د پیل راهیسې دیارلس نیمزره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG