د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

چین: ایران دې د خپل اټمي پرګرام په اړه واقعیتونو ته پام وکړي


د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد په پیکنګ کې د شانګهاي سازمان په غونډې کې د ناظر په توګه ګډون کړی و او د جمعې په ورځ یې د چین له جمهور ريیس هوو ژینتاو سره وکتل.

د چین جمهور ريیس له احمدي نژاد څخه وغوښتل، چې د خپل اټمې پرګرام په اړه باید واقعیتونو ته پام وکړي.


د چین جمهور رییس هوو ژینتاو د جمعې په ورځ د ایران له جمهور رییس محمود احمدي نژاد سره په کتنې کې وویل، د ایران د اټمي پروګرام پر سر په نړیوالو خبرو کې “نوی پرمختګ” ویني.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د هو ژنیتاو له خولې ویلي، تېره میاشت په بغداد کې د ایران او شپږو نړیوالو طاقتونو تر منځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د چین جمهور رییس له تهران څخه وغوښتل، چې “نرم او عملي” دریځ دې غوره کړي او له شپږو طاقتونو (روسیې، چین، امریکا، انګلستان، فرانسې او جرمني) سره دې جدي خبرې وکړي.

د چین جمهور رییس زیاته ګړه، ایران باید د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ له موسسې سره خپله همکاري زیاته کړه او ډاډ حاصل کړي چې دا لانجه د خبرو له لارې حل کېدای شي.

د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد د چین له جمهور رییس سره په کتنې کې وویل، ایران ژمن دی، چې له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټمې پروګرام پر سر راپورته شوي لانجه، د خبرو له لارې حل کړي او هیله من دی چې له مربوطو اړخونو سره خپل تماسونه جاري وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، احمدي نژاد د چین جمهور ريیس ته د خپلو اټمي پالیسیو په اړه معلومات ورکړل، خو جزییات یې نه دي په ډاګه شوي.

د ایران جمهور رییس دغه راز وویل، ایران هیله من دی چی له چین سره د سوداګرۍ، انرژۍ، زراعت او زیربنایي برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

د شانګهاي سازمان غړیو، چین، روسیې او د مرکزي آسیا څلورو هیوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د ایران د شاوخوا حالاتو په اړه ژوره اندیښنه وښودله.

دوی په ټنیګه وویل، د قوې په زور د ایران د مسالې هرډول هلې ځلې، دوی ته د منلو وړنه دي او دا ډول هلې ځلې به د سیمې او حتی د نړۍ د ثبات او امنیت لپاره جدي عواقب ولري.
XS
SM
MD
LG