د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

نن بیا په سوریه کې د پوځي مداخلې شدید مخالفت وشو


د روسیې او چین په مشرۍ د شانګهاي د سیمیزو همکاریو د سازمان غړو نن یو وار بیا په سوریه کې د پوځي مداخلې شدید مخالفت وکړ.

تر دې یوه ورځ مخکې، د سوریې رژیم مخالف لوري، د دې هېواد پر حکومتي ځواکونو د لږ تر لږه سلو تنو د قتل عام تور ولګاوه.

خو د شانګهاي سازمان اعلامیې په سوریه کې د روان کړکېچ د پای ته رسیدو لپاره پر سیاسي مذاکرو ټینګار کړی دی.

د شانګهاي د سمیزو همکاریو د سازمان د دوې ورځنۍ غونډې په پاي کې خپوره شوې اعلامیه وايي:

"غړي هېوادونه له یو اړخیزو بندیزونو او د قدرت د انتقال لپاره د سیمې په چارو کې له پوځي مداخلې سره مخالفت لري."

د شانګهاي د سیمیزو همکاریو د سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو ترڅنګ د روسیې، چین او ایران رهبرانو خبرې کړې دي.

مسکو او پینکنګ په دوامدار ډول د سوریې په حالاتو کې له پوځي مداخلې سره مخالفت کړی دی، خو دواړه هېوادونه په دومدار ډول تر فشار لاندې دي، چې خپل دریځ بدل کړي.

د فرانس پرس اژانس په حواله، په سوریه کې له تیرو پنځلسو میاشتو راهیسې څه باندې دیارلس نیم زره کسان وژل شوي دي.

د سوریې د رژیم د اپوزیسیون ډلې پرون ادعا وکړه، چې بشارالاسد ته وفادارو ځواکونو په دې هېواد کې د لږ تر لږه سلو تنو په قتل عام کې لاس درلود.

په وژل شوېو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د سوریې رژیم دا ادعاوې ردوي او د امریکا متحدو ایالاتو په دې اړه د بشپړو او شفافو څيړنو غوښتنه کړې ده.

روسیې او چین تر اوسه د سوریې د رژیم په ضد د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوه پریکړه لیکونه ویتو کړي دي، خو دواړو هېوادونو د سوریې د حالاتو په اړه، د عربي ټولنې او د ملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي کوفي عنان له پلان څخه ملاتړ کړی دی.

د کوفي عنان پلان باید د اپریل له ۱۲ نیټې، په سوریه کې د اوربند له ټینګیدو سره سم پیل شوی واي.

خو سوریې ته د ملګرو ملتونو د ۳۰۰ څارونکو له استول کېدو سره سره ، په دې هیواد کې د تشدد زیاتوالي د کوفي عنان د پلان موثریت په اړه شک پیدا کړی دی.

د شانګهاي د سیمیزو همکاریو د تړون په اعلامیه کې، د ایران په اړه له روان وضعیت څخه هم جدي انديښنه څرګنده شوې ده،اعلامیې ویلي:

"د ایران د مسلې د حل لپاره، د پوځي ځواک کارولو هیڅ ډول هڅه د منلو وړ نه ده.

دا کار به داسې غیر مترقبه پایلې ولري، چې د ټولې سیمې او نړۍ امنیت به له ګواښ سره مخامخ کړی. "


د چین دولتي خبري اژانس (سینهوا) د ولسمشر هوجین تاو په حواله ویلي دي، چې پيکنګ د منځني ختیځ د هر هیواد له خوا د اتمی وسلو جوړولو سره مخالفت لري.

خو جمهور ریس هوجین تاو ټينګار کړی دی ، چې د ایران مسله باید له دپلوماتیکو لارو او د بې پرې خبرو په مټ حل شي.

نن د روسیې جمهور ریس ویلادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره ګوري.

په نورو څو ورځو کې به د ایران استازي په مسکو کې له نړیوالو قدرتونو سره د خپل اتمي پروګرام په اړه مذاکرې پيل کړي.
XS
SM
MD
LG