د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

چین غواړي د افغانستان د سولې په برخه کې پراخه ونډه ولري


د چین جمهور رییس ″هوو ژینتاو″ وایي، روسیه، چین او د مرکزي آسیا هیوادونه د افغانستان په ثبات کې مهمه او ستره ونډه اخیستلای شي او د دې مقصد لپاره باید یو بلاک جوړ شي.

د چین جمهور رییس دا خبره د چهارشنبې په ورځ په یوې مرکې کې په داسې حال کې وکړه، چې نړیوال مشران په پیکنګ کې د شانګهای سازمان په غونډې کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.


د شانګهای سازمان په غونډې کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو؛ یعنې له ۲۰۱۴ کال وروسته وضعې په اړه بحثونه وشول او دا ځکه چې د دې سازمان د غړیو هیوادونو مشران اندیښمن دي؛ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته شي او د ټولې سېمې په امنیت او ثبات به اغیز وکړي.

د چین جمهور رییس هوو ژینتاو د دې هېواد له ″رسمي خلک ورځپاڼې″ سره مرکې کې وویل، چې موږ دې د افغانستان د سولې په برخه کې پراخه ونډه ولرو:

“موږ به په خپله د سیمه اېزو چارو اداره کولو ته دوام ورکړو، له سیمې بهر د ټکانونو څار به کوو او د افغانستان په سوله ییزې بیا رغاونې کې به ستره وڼده واخلو.”

د چین جمهور رییس دغه راز ویلي، چې موږ به د نړیوالو او سېمه یېزو سترو مسالو په کار کې همکارۍ او همغږۍ پیاوړې کړو.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کې جوړ شوی، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان یې غړي هېوادونه دي. ایران، هند، پاکستان او نور هیوادونه هم د دې سازمان په غونډو کې ګډون کوي، خو پوره غړیتوب یې نه لري.

افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چین او افغانستان به په خپلو کې د اړیکو د لا پیاوړی کولو په مقصد یو نوی پلان اعلان کړي. له دې څخه داسې بریښي، چې پیکنګ غواړي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په دې هېواد کې له اقتصادي شراکت اخوا هم ونډه واخلي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په پیکنګ کې د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل:

“چین د نړۍ دوهم ستر اقتصاد دی او په نړۍ کې په ډېر سرعت د پرمختګ په حال کې دی. موږ ډېر ډېر نیک مرغه یو، چې د چین ګاونډیان یو. دا زموږ د اړیکو د اجنډا په سر کې ده او په همدې اساس به افغانستان له چین سره خپل اړیکې پراخ او غښتلې کړي.”

جمهور رییس کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د ښه کیدو او پراختیا په کار کې د چین ونډه مهمه وبلله او ویې ویل:

“موږ په دې باور یو، چې چین کولای شي، پاکستان او افغانستان د ترور او افراطیت پر ضد جګړې کې د همکارۍ چاپېریال ته راولي.

په دې توګه به په سېمې کې هیڅوک دا احساس نه کوي، چې یو بل دې د پالیسۍ د وسیلې په توګه، د افراطیت د استعمال اړتیا ولري.”

د چین جمهور رییس د چهارشنبې د ورځې په مرکې کې د دې خبرې تفصیل نه دی ورکړی، چې په افغانستان کې به د همکارۍ ډله څنګه ونډه ولري، خو چینایي کارپوهان وایي، د شانګهاي په غونډې کې به مشران په دې اړه نظریات تبادله کړي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی څه تمه او توقع ولري.

د روسیې او مرکزي آسیا د څیړنېز مرکز مشر ″ژاو هاوشینګ″ وایي، د شانګهاي سازمان په غونډې کې د افغانستان مساله په جدي ډول مطرح ده او دا ځکه چې دا هیواد له چین او د شانګهای سازمان له غړیو هیوادو سره ګاونډی دی.

د ده په وینا، د تیورۍ په لحاظ، د شانګهاي سازمان د مشرانو دا د پیکنګ غونډه به د سیمه یېزې همکارۍ او اتحاد لپاره یو قوي ځواک وي، خو په عمل کې ددي سازمان غړي هیوادونه د اقتصادي ګټو پر سر په خپلو کې ستونزې او اختلافات هم لري.

چین د مرکزي آسیا طبیعي غاز، امنیتي همکارۍ او نوي مارکیټ ته سترګې اړولې ، خو روسیه بیا بل ډول احساس لري او مرکزي آسیا په اصطلاح خپل لرغونی انګړ بولې.

د هاوشینک په نظر، په مجموع کې د همکارۍ روحیه موجوده ده او د شانګهای سازمان اصلا د روسیې او چین په همکارۍ ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG