د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

په لوګر کې د کرومیټ او نورو قیمتي ډبرو د قاچاق په اړه اندېښنې


لوګر که څه هم د کرومیټو او نورو قیمتي ډبرو زیات کانونه لري، خو له دغه ولایت څخه د قیمتي ډبرو قاچاق د دې کانونو د امنیت په اړه پراخې اندیښنې زیږولي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د لوګر د مرکز پل عالم په ګډون د دغه ولایت اکثره ولسوالۍ د کرومیټو او نورو قیمتي ډبرو ستر کانونه لري، چې زیات یې په محمد اغې ولسوالۍ کې موجود دي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، هره ورځ له دې ولایت څخه کرومیټ او نورې قیمتي ډبرې په غیر قانوني توګه ایستل کیږي، چې باید مخه یی ونیولې شي.

″ ۱- زه جمشید د لوګر ولایت اوسېدونکی یم، موږ په خپلو سترګو لیدلي له ماښام نه وروسته دوی خپل کار شروع کوي او ټوله شپه تیګه وړي موږ یې وینو، له پولیسو غواړو چې د دغه کار مخه ونیسي او دولت باید قاچاق بند کړي.

۲ - زه محمد ناصر د لوګر ولایت اوسېدونکی یم ډبرې د دولت سرمایه دي، قاچاقبران یې پاکستان ته وړي، یاد دولت یې مخه ونیسي.″


د لوګر خلک د خپلو قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی په داسې حال کې غواړي، چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا قاچاق له کلونه راهیسې دوام لري او دولت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د لوګرد ولايتي شورا رییس عبدالولي وکیل وايي، چې له دې ولایت څخه کرومیټ او نورې قیمتي ډبرې له یو شمېرځانګړیو لارو پاکستان ته قاچاق کیږي.

″هلته چې حکومت حضور کم دی، د کرومیټو قاچاق روان دی او په هغو ساحو کې چې هلته نیسبتاً حکومت حضور قوی او تر نظر لاندې دی، په دغو ساحو کې قاچاق کم دی.

بې له شکه د دې پروسې کې به داخلي کړۍ هم وي، مګر په قوت سره بهرني چاقاقبران دي خصوصاً د پاکستان هېواد ته ډیر په قاچاقي ډول وړل کیږي، د کورمې په لاره باندې.

د ازرې له لارې داسې ځاځیو ته اوبلاخره شهرنو له لارې نه د قاچاقو لړۍ یې روانه ده.″


ښاغلي وکیل د کانونو له وزارت او اړوندو امنیتي ادارو څخه وغوښتل؛ د دې ستونزې د حل لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې دولت دې د قاچاق د مخنیوي او له کانونو څخه د سالمې ګټې په هدف د یاد ولایت کانونه دې د ازادو سیالیو له لارې بولۍ ته وړاندې کړي.

د افغانستان د اساسي قانوني له مخې ترمځکې لاندې ټولې طبعیي زیرمې ملي شتمنۍ دي او په خپل سري ډول یې را ایستل او قاچاق یې جرم بلل کیږي.

د کانونو وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د کانونو د ایستلو لپاره یې پنځه کلن پلان جوړ کړی، چې په پلي کېدو سره به یې د ټول هېواد د کانونو سپړل قانوني کړای شي او هم به ورنه په سالمه توګه ګټه پورته شي.

د کانونو وزارت ویاند جواد عمر وايي، چې ازاد بازار ته د لوګر د کانونو د وړاندې کولو بهیر وخت غواړي او زیاته یی کړه؛ چې په دې اړه کار وران دی.

″د کانونو وزارت برنامې لنډ مهالې نه دي، بلکې اوږد مهالې دي، کله چې په یوکان باندې خبرې کیږي او هغه اوکې کیږي؛ یو اوږ مهال په بر کې نیسي، ترڅو هغه معرفي او بیا داوطلبي ته وسپارل شي، څوکمیټې ورباندې کارکوي ترڅو ارزیابي شي او هغه څوک چې د شرایطو وړوي، د وزیرانو شورا هغه تاییده وي نو پردې اساس یو زیات وخت نیسي.″

ښاغلي عمر د لوګر د کانونو په غیر قانوني ایستل او قاچاق باندې خفګان وښود، له اړوندو امنیتي چارواکو څخه یې وغوښتل چې د قاچاق د مخینوی لپاره لازمې هلې ځلې وکړي.

د لوګرد والي ویاند دین محمد د رویش په لوګر کې د کرومیټو او قیمتي ډبرو قاچاق مني خو وايي، چې د دولت ترواک لاندې سیمو کې له دوو کلونو راهیسې د قاچاق مخه نیول شوې.

هغه زیاته کړه اوس مهال د کرومیټو ډبرو قاچاق د لوګر په هغو لارو کیږي، چې تر ډېره د دولت له کنټروله وتلې دي.

″په هغو سیمو کې قاچاق زیات کیږي، چې د دولت د مخالفینو حاکمیت شته او کېدای شي هغوی د دې ډبرو په انتقال باندې کمیشنونه وضعه کړې وي، چې په اسانۍ سره قاچاقبران له هغه ځایه تېرېدای شي.″

داچې دغه قمیتي ډبرې چېرته قاچاق کیږي او په کومه برخه کې ورنه ګټه اخیستل کیږي د کابل پوهنتون د مځکې پیژندنې د پوهنځي استاد پوهاند محمد ظریف تڼیوال ازادۍ راډیو ته وویل:

″زموږ په ډبرو باندې پاکستان تجارت کوي، چین اوجاپان ته یې وړي، له دې ډبرو نه سټیل جوړه وي له سټیل نه نیکلي کاسې جوړه وي، په موږ باندې په اته سوه، نهه سوه اوزر روپۍ خرڅوي.″

هغه زیاته کړه د لوګر ولایت سربېره دافغانستان په زیاتو سیمو لکه پکتیا پکتیکا او خوست ولایتونو کې او همدارنګه په هغو سیمو اوځایونو کې چې د اوسپنې کانونه پیدا کیږي په زیاته کچه د کرومیټو ډبرې هم پیدا کیږي.

د کتونکو په وینا که چېرې یادو تیګو ته د پروسس لپاره په هېواد کې دننه فابریکې جوړې شي له یوخوا به د قاچاق مخه یی ونیولی شي او له بل پلوه به زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG