د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

ایران د پټو اټمي ازمویښتونو په اړه شواهد له منځه وړي


د اټمي انرژۍ د نړېوالو ادارې مشر یوکیا امانو
د اټمي انرژۍ د نړېوالو ادارې مشر یوکیا امانو
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنۍ ادارې د داسې تصویرونو په اړه خبر ورکړي، چې د تجارتي ستلایټ په واسطه اخستل شوي او دا په کې ښکارې چې ایران دوه داسی ودانۍ ورانې کړي چې فکر کیږی اټمي ازمایښتونه یې پکې تر سره کول.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر د دوشنبي په ورځ له ایران سره د نویو خبرو په اړه اعلان وکړ او له تهران سره یې د داسې معاملې د لاسلیک په باب ټینګار وکړ چې له مخې به یې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه د پلټنې امکان برابر شی. په دې باندی شک دی چې تهران په پټه پر اټمي وسلو کار کوي.

د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر یوکیا امانو دا هم وویل، ایران هغه ودانۍ چې فکر کیږي پر اټمي وسلو په کې کار کیده او په دې ارتباط یې خپل هغه فعالیتونه چې په پوځې تاسیساتو کې تر سره کول له منځه وړي دي.

امانو په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ د ده د ادرې د چارواکو او د ایران د استازی تر منځ د خبرو په اړه رڼا نه ده اچولې. خو د هغه د خبرو له محتوي څخه دا څرګنده وه؛ چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې استازي به پر ایرانې چارواکو ټینګار وکړي؛ چې د ایران د اټمي تاسیساتو څخه د پلټنې د پیلیدو لپاره وروسته له څلورو کلونو بیا اجازه ورکړي.

ایران په زغرده دا خبره کوي، چې د اټمي وسلو پراختیا ته لیواتیا نه لري او په دې ټینګار کوي؛ چې ټول اټمي فعالیتونه یې په هماغه حد کې تر سره کیږي؛ چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د اداری له خوا ټاکل شوی او یواځې په طبی څیړنو کې ترې کار اخلي.

خو منتقدین دا وایي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیمو د غني کولو درول ردوي؛ چې له دې غني شویو یوارنیمو څخه د اټمي وسلو په جوړلو کې کار اخیستلی شي او همدې کار په نړیواله سطح پر ایران د بندیزونو د زیاتولو مساله رابرسیره کړې ده.

امانو وايي ایران په دې برخه کې سمه همکاري نه ده کړې؛ څو د اټمي انرژۍ د پلټنې نړیواله اداره په دې وتوانیږي، چې د ایران په اټمې فعالیتونو کې د نا څرګندو اټمي موادو د نشتوالی په اړه یو کره اطمینان وړاندې کړي او په دې توګه دې نتیجې ته ورسیږو، چې په ایران کې ټول اټمي مواد د سوله يیزو هدفونو لپاره دی.

امانو دوه اونۍ مخکې ایران ته تللی و او هڅه یې وکړه؛ چې د ایران د اټمي تاسییاتو څخه د کتني په اړه له ایراني مقاماتو سره یوې فیصلې ته ورسیږي. هغه پر ایران ټینګار کاوه، چې د پلټنې معامله دې ژر ترژره لاسلیک کړي.

ده همدا شان دا هم ویلي وو، چې سمدستي دې د ایران په پوځي سیمې پارچین کې ورته د لاسرسي امکانات برابر شي. د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره په دې شک لري، چې په دې سیمه کې د پټو اټمي ازمویښنونو په اړه شواهد هم له منځه وړل کیږي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنۍ ادارې تیره اونې د ستلایت په واسطه اخستل شوي تصویرونه ښکاره کړل؛ چې د دې شکونو پخلی کوي.

ډیپلوماټانو وویل، په دې تصویرونو کې دا ښودل شوي، چې لږ تر لږه دوه ودانۍ ورانۍ کړې او یوه بله ودانۍ لیدل کیږي، چې اوبه ترې بهیږي او په یوه اوسپنیز پوخ کې پټه شوي چې ویل کیږي دا ځای د منفجره موادو د ازمایښت لپاره کارېده او امکان لري؛ چې د اټمي فعالیتونو لپاره هم کار شوی وې.

د دې تجارتي سټلایټ تصویرونه په واشنګتن کې د ساینس او نړیوال امنیت د انسټیټوټ له خوا چاپ شوي او هغه دوه ودانۍ چې په پخوانیو تصویرونو کې ښکارېدي اوس نورې د لیدو وړ نه دي.

په لندن کې ایراني کارپوه رضا تقي زاده ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې اړه د نړیوالې اټمي ادارې او ایران اختلاف په دې کې دی، چې دا اداره غواړی له پارچین څخه کتنه وکړي. په پارچین باندې دا شک دی چې په کې اټمي ازمایښتونه شوي دی.

″که چرته ایران په پارچین کې په لوړه سطح باندی انفجار تر سره کړې وي، د دې اثار چې د اټمي بم د ماشين د جوړولو ښکارندوي کوی په سیمه کې پاتې کیږي.

داسې ښکاري چې پارچین له فني پلوه د ایران لپاره د یوه ستونزې په توګه پاتې دی. په نتیجه کې د دې مرکز څخه د لیدلو اجازه نه ده ورکړای شوي.″

اسوشیېټډ پرېس لیکي، د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر، یوکیا امانو خبریالانو ته وویل، د ستلایت دا تصویرونه د اوبو د استعمال، د ودانیو د تخریبولو، د دیوالونو د لرې کولو او د خاورو د لرې غورځولو ښکاروندی دي.

ده په دې اړه باندي په ځانګړې توګه څه نه دې ویلي، چې دې ویره لري دمخه تر دې چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې له خوا کومه پلټنه تر سره شي ښاې دا سیمې پاکې کړای شوې وي.

امانو وایي، موږ ټول دا اندیښنه لرو، چې دا ډول فعالیتونه به په راتلونکې کې زموږ تحقیقاتي کارونه له خنډ سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG