د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

″د جون په ۲۵مه به کابل د اسیا د زړه په نوم د یو کنفرانس کوربه وي″


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د روانې میاشتې پر ۲۵ نیټه په افغانستان کې د امنیتي مسایلو او ګاونډيو هیوادونو تر منځ د اعتماد، د فضا د رامنځ ته کیدو په مقصد یو سمیه ییز کافرانس جوړیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وويل، چې کابل به د دغه سیمه ییز هیوادونو د کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې به د سیمې د ۱۵ هیوادنو د بهرنیو چارو وزیران، نور لوړپوړي حکومتي استازي ګډون وکړي. همدا کنفرانس تیر کال په ترکیه کې جوړ سوی و.


د ″آسیا زړه″ یا په کابل کې ″د سیمه ییز همکاریو کنفرانس″ په حقیقت کې د اسټانبول د پروسې دوام دی. د اسټانبول کنفرانس چې تیرکال د نوامبر په میاشت د بهرنیو چارو د وزیرانو په سویه تر سره شو، د سیمه ییزو هیوادنو امنیت، بیارغونې، د تروریزم او مخدره مواودو د تجارت پر ضد د مبارزې پر لارو چارو پریکړې وسوې.

د ترکیې په کنفرانس کې ژمنه وشوه، چې دا کنفرانس دې د یوې ورځې لپاره نه، بلکې د دې کنفرانس نتایج او پریکړې دې په نورو کنفرانسونو کې؛ په نورو غونډو کې په عملي ډول، تعقیب او پریکړي پر وسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلی موسی زي په کابل کې دغه جوړیدونکې کنفرانس ته ډير هیلمند دی او وايي:

“په دې کنفرانس کې موږ هیله من یو چې پر هغو مشخصو تدابیرو باندي، چې په استابول کې مواقفه پر وشوله په بیلابیلو برخو کې یعني په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي برخو او د خلکو د اړیکو په برخه کې پر مشخصو تدابیرو باندې موافقه وشي”

په کابل کې د اسیازړه هیوادونو یاد بهرنیو چارو د وزیرانو کنفرانس کې به د ۱۵ هیوادنو د بهرنیو چارو وزیران او همدا راز، شاوخوا ۱۵ نورو ملاتړو هیوادونو د بهرینو چارو وزیران او نور لوړپوړي چارواکې ګډون کوي.

په دې ملاتړو هیوادونو کې، د سیمي او دنړیوالي ټولني عمده غړي هیوادونه، لکه متحده ایالت، بریتانیا، ناروې ډنمارک، هالنډ، مصر او داسې نور هیوادونه شامل وي.

ښاغلی موسی زی وايي، په دې کنفرانس کې به پر یولړ ځانګړو پریکړو او تدابیرو بحث وشي:

“موږ هیلمند یو چې په دې کنفرانس کې به پر یو شمېر مشخصو تدابیرو باندې چې مکمل لیست یې د اسټانبول کنفرانس په سند کې موجود، دی موافقه وشي، تر څو د دې سیمې یا د اسیا زړه د سیمې هیوادنو حکومتونه وکولای شي د راتلونکو کنفرانسونو او پر هغو باندې په عملي ډګر کې کار وکړي.

البته په تیرو، لسو کلنو کې د افغانستان په هکله یاد سیمه ییزو همکاریو د تقویې په هکله بیلابیلي غونډي او کنفرانسونه جوړ شوي وو؛ ولې ډېرې ملموسي نتیجي یې نه دي درلودلي، د لیل یې داو چې کنفرانس به د یوې ورځي په سهار پيل شو او ماځیګر به پای ته ورسید، خو ددې کنفرانس نتیجي به تعقیب سي، او په عمل کې به پلي شي.”

ښاغلي موسی زی وايي، د دې کنفرانس لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
XS
SM
MD
LG