د بریتانیې د نړیوالې پراختیا اداره په پام کې لري، چې د افغان سوداګرو د ملاتړ او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د نهه میلیون ډالرو مرسته وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې د بریتانیا د نړیوالې پراختیایي ادارې له دې مرستې څخه به هغه سوداګر برخمن کیږي، چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوې طرحې ولري او په لیرې پرتو ولایتونو کې فعالیت کوي.
د افغان سوداګرو د نوښت صندوق د پروژې مشر ″جیمز بلیویت″ د یکشنبی په ورځ په کابل کی خبریالانو ته وویل، چې دوی د افغان سوداګرو د ملاتړ لپاره خپل پروګرام شپږ میاشتې وړاندې پیل کړی او په راتلونکي به هم دوام وکړي.
د بریتانیا د نړیوالې پراختیا ادارې په لومړي پروګرام کې اوه افغان شرکتونه له مرستې څخه برخمن شوي.
نوموړی وایي، چې دوی د افغان سوداګرو د نوښت صندوق لپاره دوه نیم میلیون ډالره ورکړي او په پام کې لري؛ چې د راتلونکي لپاره دغه اندازه نهه میلیون ډالرو ته لوړه کړي.
″موږ په لومړي پړاو کې درې سوه پنځوس طرحې ترلاسه کړي، چې ډیرې قوي وې، خو له بده مرغه موږ ونه شو کولای، چې دا ټولې طرحې د لومړي پړاو پروګرام په مالي مرستو کې شاملې کړو، هیله لرم، چې هغه سوداګر بیا خپلې طرحې د سیالۍ لپاره راوړي؛ د لومړي پروګرام کار بشپړ شوی اوس دوهم ته داخلیږو.″
د بریتانیې د نړیوالې پراختیایی ادارې له خوا د افغان سوداګرو د ملاتړ پروګرام چې شپږ میاشتې وړاندی پیل شوی؛ دوهم پړاو یې د یکشنبی په ورځ پیل شو، چې نور افغان سوداګربه هم ترې برخمن شي.
که څه هم د بریتانیا د مرستو د دوهم پړاو په پیل کې د شاملو سوداګرو شمېر نه دی معلوم خو ویل کیږي؛ چې په دې پروګرام کې به هغه شمیر سوداګر شامل شي؛ چې نوی او د عملی کیدلو وړ پلانونه ولري.
په همدې غونډه کی د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر محمد قربان حقجو د سوداګرو د ملاتړ لپاره د برتیانیا دا پروګرام مهم وباله او وویل، چې سوداګر باید له دې مرستی څخه په ګټې اخیستنې سره مهم پروګرامونه عملي کړي.
ښاغلي حقجو وویل، د بریتانیا د مرستې له مخې دوی په پام کې لري، چې د لاسي صنایعو، کرنې، او تولیداتو په برخه ډیر تمرکز وکړي.
ښاغلي حقجو همدا راز وویل، چې د افغان سوداګرو د ملاتړ لپاره باید یو بانک جوړ شي؛ ترڅو د نړیوالې مرستې په کې جمع شي او بیا وروسته د مستحقو افغان سوداګرو د ورځنیو فعالیتونو د غوړیدا لپاره ولګول شي.
″په افغانستان کې د اقثصادي ودې د نشتوالي پر وړاندې لویې ستونزې پورونو او پیسو ته نه لاس رسی دی.
د پولي او نغدي پانکې نشتوالی د دې لامل شوی، چې موږ ونشو کولای په افغانستان کې ښه پانګونه وکړو.
زه د خصوصي سکتور له دوستانو هیله کوم، چې له دې وړیا مرستې څخه د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره کار واخلي، دا پیسې باید هغه ځای کی ولګیږي، چې زیات نوښتونه ولري، نو زه تاسې هڅوم، چې د نویو شیانو د رامنځ ته کولو په فکر کې و اوسﺉ.″
که څه هم په افغانستان کې په هره برخه په سلګونه میلیونه ډالره پانګونه شوي، خو د رپوټونو له مخې د امنیتي ستونزو له امله دا پانګه اچونه ورځ تر بلې کمیږي.
یوشمېر افغان سوداګر د سر او مال د نه خوندیتوب له امله خپله پانګه بهرنیو هیوادونو ته انتقالوي او وایي، چې له امیتي پلوه په نورو هیوادونو کې ورته ګواښ نه دی موجود.
خو یوشمېر افغانان بیا د سوداګرو له چلند څخه راضي نه ښکاري او وایي، که چېرې امنیتي حالت ډاډمن وای نو دوی به بیا هم خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکولو.
راپور: ذکیه غیاثي نذیر