د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

"په سوریه کې د ډله ایزې وژنې په اړه دې څیړنې وشي"


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنري ناوې پيلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنري ناوې پيلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنري ناوې پيلې د سوریې په حوله ښار ګوټې کې د ډله اېزې وژنې او په دې هېواد کې له بشري حقونو څخه د نورو سرغړونو په اړه د خپلواکې او بي پري څيړنې غږ وکړ.

پیلې په جنیوا کې د بشري حقونو د شوری په عاجلې غونډې کې د وینا پر مهال وویل، که دا څېړنه ونشي نو په سوریې کې ممکن پراخه شخړه رامنځته شي، د سوریې او ټولې سیمي راتلونکي به له خطر سره مخامخ کړي.

د مۍ په ۲۵ مه، په حوله ښار ګوټي کې د ۱۰۸ کسانو عامه وژنه نړېوالو غندلې او زیات شمېر لویدیځو هېوادونو د دغې پیښې په غبرګون کې د سوریې دیپلوماټان شړلي دي.

د ملګرو ملتونو څارونکې وایي، دوي شکمن دي چې دا کسان د رژیم ملاتړو علوي ملیشو وژلې دي.

د بشار الاسد رژیم وایي، د پوځ په څېړنو کې ښودل شوي، چې دا کسان سنې مخالفو وسله والو وژلي او غواړي د فرقه یي شخړو اور ته لمن ووهي.

د امریکا متحده ایالاتو د سوریې د حکومت دا اداعا رد کړې او ښکاره درواغ یي بللي دي.

له بلې خوا، د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل وایي، جرمني او روسیه د سوریې د شخړي لپاره د سیاسي حل په میندنې سلا شوي دي.

میرکل په برلین کې د روسیي له جمهور رئیس ولادمېر پوتین سره په یوه ګډ خبري کنفرنس کې وویل، نړېواله ټولنه باید په سوریې کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره هلې ځلې زیاتې کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا سنګاپور ته د تلو په مهال وویل، په سوریې کې هر ډول پوځي عمل به د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا ولري.

پنیتا وایي، د ملګرو ملتونو له اجازې پرته په سوریې کې د امریکا د پوځي دخالت تصور نشي کولای.

لیون پنیتا په دفاعي کنفرنس کې د ګډون په مقصد سینګاپور ته روان شوی او په دې کنفرانس کې به د سوریې پر مسلې هم خبرې وشي.

د امریکا دفاع وزیر وروسته له هغې دا خبرې وکړې، چی زیات شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو، د سوریې په حوله ښار ګوټې کې د تېرې جمعې د ورځې عامه وژنه وغندله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون او د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ سوریې ته خبرداری ورکړی چې دا ډول پیښې ممکن سوریه “له مصیبت ډکې کورنۍ جکړې” ته ټيل وهي.
XS
SM
MD
LG