د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

ایران له هند سره تجارتي اړیکې پراخوي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي
د ایران د هستوي پروګرام پر خلاف د امریکا او اروپا له خوا بندیزونو، هندي شرکتونو ته د خامو تیلو د واردولو په برخه کې او د بیمې، د بانکي حسابونو په حل او فصل کې خنډونه رامنځ ته کړي دي. په هندوستان کې مالي کال دوې میاشتې وړاندې پای ته ورسید.

د ایران پر خلاف د بندیزونو له کبله، فعلاُ عراق هند ته د تیلو لوی صادروونکې هېواد دی، خو له دې سره، د هند رسمي موقف دا دی چې، د ایران پر خلاف د هیڅ یوه هېواد یا بلاک له خوا یو اړخیز بندیزونه نه مني.

په دې وروستیو کې، نوي ډهلي ایران ته خپل تجارتي هئیتونه ولیږل، ترڅو په دې هېواد کې د نورو تجارتي فرصتونو د موندلو په برخه کې څيړنه وکړي.

دواړو هېوادونو همدا شان موافقه کړې ده، چې د حسابونو د تصفیي لپاره معملات په هندي روپۍ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي په نوي ډهلي کې يه یوه خبري کانفرانس کې وویل:

“په اوس وخت کې له هند سره د ایران تجارت د ۱۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت دی، چې د دواړو هېوادونو د باالقوه امکاناتو او توان سره متناسب نه دی، خو موږ هیلمن یو او هڅه به وکړو، چې د هند او ایران ترمنځ دوه اړخیزه تجارت ته پراختیا ورکړو.”

ښاغلي صالحي زیاته کړه، هند د اقتصاد د پراختیا لپاره د انرژۍ د اعتبار وړ منابعو ته اړتیا لري او ایران دا ثابته کړې ده چې د هند لپاره به د انرژۍ یو باوري منبع وي.

هغه دا خبرې پر داسې وخت کوي چې هند غواړي د روان مالي کال تر پایه له ایرانه د خامو تیلو واردات ۱۱ فیصدو ته یعنې د ورځې څه د پاسه درې لکو۱۱ زرو بیرلو ته راکښته کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر « اس ام کریشنا» په دې اړه په ګډ کنفرانس کې وویل:

“په هند کې د انرژي تقاضا مخ پر زیاتیدو ده، له همدې امله نوي ډهلي د تیلو د واردولو لپاره بېلابېلو منابعو ته اړتیا لري.”

ایران او هند موافقې ته رسیدلي دي چې د راکړې ورکړې ځیني معاملې به په هندي کلدارو کېږي.

د پيسو د ورکړې د دې نوي سيسټم پر اساس، هند به د ۴۵ فیصدو خامو تیلو د وارداتو لپاره هندي روپۍ وکاروي.

هند ایران ته وریجي، ماشین الات، فولاد، دواوي، کېماوي مواد، چايی او نخي ټوکران صادروي.
XS
SM
MD
LG