د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي خبر ورکړ چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پاکستان ته ځي.
ضمير کابلوف د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ته په اسلام اباد کې وويل، د ماسکو او اسلام اباد تر منځ د سيمې په کچه او د دوه اړخيزو همکاريو له مخې خورا پراخ ګډ ټکي شته.
له کابلوف سره د خبرو پر مهال يوسف رضا ګيلاني څرګنده کړه روسيه په سيمه ييزه او نړيواله کچه د ثبات او سولې يوه سرچينه ده.
د روسيې او پاکستان مشران په داسې وخت کې سره ويني چې د واشنګتن او اسلام اباد اړيکي تر بل هر وخت خراب شوي دي.
پاکستان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو اکمالات له خپلې خاورې د نومبر له پنځه ويشتمې وروسته په هغه پسې بند کړل چې د ناټو الوتکو د پاکستان دننه څلرويشت پاکستاني پوځيان ووژل.
متقاعد پاکستاني جنرال محمود شاه وايي چې پاکستان د دې لپاره روسيې ته نژدي شوي دي چې په خپلې بهرنۍ تګلارې کې يې بدلون راوستي دي:
« پاکستان په ښکاره وايي چې خپله پاليسي له امريکا سره بدلوي، داسې چې د دوو ازادو هيوادو ترمنځ چې څرنګه اړيکي وي هغسې به وي او غواړي چې د سيمې له هيوادو سره ښه اړيکي ولري »
تمه ده چې د شانګهاي د همکارۍ د ټولنې په غونډه کې به ولسمشر زرداري له ولاديمير پوتين سره خبرې وکړي. دا دوه ورځنۍ غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ پيليږي. د پاکستان صدراعظم د روسيې د دې هڅې ستاينه وکړه چې د شانګهاي د همکارۍ د ټولنې په غونډه کې د پاکستان د ګډون ملاتړ کوي.
د پاکستان صدراعظم وايي، اسلام اباد غواړي په دفاعي برخه کې، د انرژۍ په برخه کې، د نشه اي موادو د قاچاق د مخنوي په برخه کې او د سوداګرۍ په برخه کې له روسيې سره اړيکي پراخې کړي.
متقاعد جنرال محمود شاه څرګندوي چې په دفاعي برخه کې لا له روسيې سره خبرې په لومړي پړاو کې دي:
« پاکستان له چينه وسلې اخلي، له اکراين څخه يې هم ټانکونه اخيستې دي خو له روسيې سره د وسلو په برخه کې خبرې په ابتدايي مرحله کې دي»
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره د افغانستان په اړه وويل،په افغانستان کې ثبات د سيمې او پاکستان لپاره مهم دي او د ولسمشر کرزي له غوښتنې سره يې سم د فبروري په ۲۴ پر ټولو وسله والو ډلو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پرمخ يوسي.
په پاکستان کې پخواني افغان ديپلومات احمد سعيدي په دې باور دي چې په سيمه کې د امريکا له غونډو تګلارو سره روسيه سلا نه ده، نو ځکه يې په سيمه کې له پاکستان سره د ښو اړيکو هڅې پيل کړې دي:
« روسيه په افغانستان کې د امريکا له ټولو پاليسو سره جوړه نه ده خو په دوو برخو کې روسيه انديښنه لري، د ترورزم او نشه اي موادو په برخه کې، نو د روسيې نژدې اړيکي له پاکستان سره ښايي پر امريکا منفي اغيز وکړي خو پر افغانستان به منفي تاثير ونه کړي»
سره له دې چې داسې ښکارې چې د اسلام اباد او ماسکو اړيکي به پراخ شي خو پاکستان بيا هم په سيمه کې د امريکا مرستو او هڅو ته سترګې په لار دي. د پاکستان صدراعظم د روسيې استازي ته وويل، تيره مياشت چې کله د پاکستان، افغانستان او امريکا استازيو خبرې وکړې نتيجه يې ښه وه.