د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

د کابل له پوځي مرکزه ۲۰۰۰افسران له زده کړو فارغ شول


د کابل له پوځي مرکز څخه د ملي اردو څه باندې دوه زره تنه افسران او سرتیري د پنجشنبې په ورځ فارغ شول.

دغه کابو دوه زره افسران او سرتیري چې څه باندې دوه میاشتې په پوځي برخه کې روزل شوي، بېلابېلو پوځي قطعو ته استول کیږي او هلته به دوي د دندې پر مهال هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې دا افسران او سرتیري په بېلابېلو پوځي برخو کې په عملي او نظري ډول روزل شوي دي.

د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي د پنجشنبې په ورځ د دې افسرانو او سرتیرو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړه چې د وسلو د کارولو په برخه کې دې فارغ شوو ته مهمې زده کړې ورکړې شوي او د دوي د روزنې لړۍ به همداسې دوام وکړي:

"دوي ته ښه بنسټیزه روزنه ورکول شوې چې انفرادي تاکتیکي حرکات، د بېلابېلو وسلو کارول او تر یوه حده له درنو وسلو سره بلدتیا هم پکې شامله ده.

دوي خپلو اړوندو پوځي قطعو ته ورځي او په دریو میاشتوکې به ډیر یعنی څلور ویشت ساعته بوخت وي.

دوي به سواد هم زده کوي او په خپلو پوځي قطعو کې به د دندې ترڅنګ روزنه هم ترلاسه کوي".


د کابل د پوځي مرکز مسوولانو وویل، چې دې فارغ شوو افسرانو او سرتیرو ته په دې څه باندې دوه میاشتو کې د پوځي زده کړو سربیره د بشري حقونوپه اړه هم مهمې روزنې ورکړل شوي او دا هم ورښودل شوي چې د دندې پرمهال له خلکو سره باید څه ډول چلند وکړي.

د کابل له پوځي مرکز څخه دا کابو دوه زره تنه فارغ شوي افسران او سرتیري وایي چې دوي له پوځي پلوه ښې روزنې تر لاسه کړي او د دې ترڅنګ یې مهم حقوقي او قانوني مسایل هم زده کړي دي.

له دوي څخه دوو تنو یې د خپلو زده کړو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"۱- زه نصیر احمد نومیږم او د تخار ولایت اوسیدونکی یم، دا مو زده کړل چې څنګه باید کمین ونیسو د خلکو د حقوقو په اړه یې هم موږ ته ډیر څه را زده کړي او دا یې هم را ښودلي چې له ملکي وګړو سره باید څنګه چلند وکړو.

۲- زه عبدالجبار د یوسل او پنځه اتیایم کنډک سرتیری یم، موږ دوه میاشتې او یوولس ورځې زده کړه وکړه، ښه وروزل شوو، اراضي ، ترابله، زنګون کیش او داسې نور مو زده کړل.

د خلکو د حقوقو او د قانوني مسایلو په اړه هم موږ ته ډیر څه را وښودل شول".


د دفاع وزارت وایی چې ملي اردو د شمیر له امله ډیره پیاوړې شوې او په نږدې راتلونکې کې به له مخکې نه ټاکل شوې شمیرې ته ورسیږي خو دوی تل دا شکایت کړی چې د وسلو او تجهیزاتو له امله لا هم ډیرې ستونزې لري.

د پوځي چارو کارپوهان هم همدې ټکي ته ګوته نیسي او وایی چې د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې لکه څنګه چې لازمه وه هڅې نه دي کړي.

جنرال عتیق الله امرخیل وایی چې د ملي اردو ځواکونوته لازمه روزنه هم نه ده ورکړل شوې،ده دې دوه میاشتنیو روزنو ته په اشاره وویل چې د ملي اردو ځواکونه سم نه روزل کیږي:

"زمونږ په هیواد کې په سلو اتیا یا تردې هم زیات خلک بېسواده دي او بېسواده کس ټول مسایل چې ورښودل شوي وې نشي زده کولای.

له همدې امله هغوی ډیر وخت ته اړتیا لري ترڅو هرڅه زده او خپله دنده سمه ترسره کړي.

که چیرې هدف دا وي چې دوی په کیفي لحاظ خپله دنده ښه ترسره کړي نو باید وخت یې درې یا څلور میاشتې شي".


ټاکل شویده افغان امنیتي ځواکونه د ۲۰۱۳ میلادي کال ترنیمایی پورې د افغانستان د ټولو سیمو امنیتی مسوولیتونه ترلاسه کړي،سره له دې چې افغان حکومتي چارواکي وایی چې افغان ځواکونه به دا چارې ښې پرمخ بوځي خو پوځي کارپوهان په دې هکله شک څرګندوني.

دوی وایی ملي اردو او نور افغان امنیتي ځواکونه د روزنې او تجهیزاتو له پلوه له راز راز ستونزو سره مخامخ دي او که چیرې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا ورته جدي رسیده ګي ونشي نو ښایی چې د امنیتی مسوولیتونو د انتقال په برخه کې له ډیرو پیچلو ستونزو او نا خوالو سره لاس او ګریوان شي.
XS
SM
MD
LG