د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

پاکستاني ډریوران د ناټو اکمالاتي لارې ژر پرانیستو ته هیله من دي


هرکله چې پاکستاني لارۍ چلونکې چې په افغانستان کې یې د ناتو په مشرۍ ځواکونو لپاره لوژیستیکې مواد لیږدول، افغانستان ته پولي ته نژدې د ناتو هوایي حمله چې په کې ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل شول، په یاد راوړي، ډیر هیجانی کیږي.

خو له قهر او غوصې سره سره د دغو پاکستاني ډریورانو اقتصادي ګټې ایجابوي چې د وطن پرستۍ احساسات یوې خواته کړي او هغه شرم په ځان ومني چې ډیر خلک له هغه چاسره چې دوي مرسته کوي، هغوي ته د دښمن په سترګه ګوري.

دغه ډریوران هیله من دي، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د خبرو په نتیجه کې دغه لاره چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې د یادې حملې راپدیخوا تړل شوې، ډیر ژر بیرته خلاصه شي.

د ملک عبدالروف په نوم یوه ډریور رویترز اژانس ته وویل، دی هغه ورځې ښې په یاد راوړي چې وسله والو طالبانو به پولې ته نژدې کاروانونه درول او ګواښ به یې ورته کاوه چې ولې دغه لوژیستیکې مواد امریکایانو ته لیږدوي.

طالبانو به کله پر دغو کاروانونو حملې کولې، د تیلو ټانکرونو ته به یې اور اچاوه چې کله به یې تلفات هم لرل.

عبدالروف وایي، دا درسته ده چې دوي به هره ورځ له خطر سره مخامخ و، خو د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې د برابرولو لپاره دوي پیسو ته اړتیا لري.

دی وایي، په هره پیره کې به یې له شلو نه ترپنځه ویشت زره کلدارې پیدا کولې.

د پاکستان د تیلو د ټانکرونو د اتحادیې د احصایو له مخې په تیره یوه لسیزه کې له زرو زیات بار وړونکې لارۍ اود تیلو ټانکرونه د طالبانو یا نورو جنایت کارو ډلو له خوا په حملوکې له منځه وړل شوي دي.

د نومبر د میاشتې حملې او ورپسې د پاکستان له خوا د دې هېواد له خاورې د اکمالاتي لارې بندیدو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې چې پخوا یې هم چندان خونده نه وه، کړکیچ نورهم زیات کړی چې تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی.

د پاکستان له لارې په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ ځواکونو ته د لوژیستیکې موادو درې پرڅلورمه برخه له همدې لارې لیږدول کیدل.

دغه لاره نه یواځې په افغانستان کې دیره بهرنیو ځواکونوته د اکمالاتو د رسولو لپاره مهمه ده بلکه د ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره هم ډیر اهمیت لري.

د لوژییستکې موادو د کانتیرونو او د تیلو ټانکرونو د حق العبور په اړه د پاکستاني او امریکایي مرکه چېانو خبرې په ټپه دریدلې دي.

د دې لارې د بیاپرانستلو په وړاندې پراته خنډونه د دی سبب شوي وچې ناتو او متحده ایالات د نورو لارو په پیداکولو سره په دې برخه کې پرپاکستان خپله اتکا راکمه کړي چې اوس دغو ځواکونو ته ډیر مواد او وسایل له شمالي لارې چې له روسیې او د مرکزي اسیا د جمهوریتونو له لارې تیریږي، لیږدوي.

د پاکستان د ټانکرونو د اتحادیې ځینومشرانو رویترز ته ویلي چې د لاریو او ټانکرونو ځیني خاوندان په خپله خپلو موټرو ته اوراچوي څو له بیمې ډیرې پیسې ترلاسه کړي.

شفیق کاکړ چې د دې اتحادیې غړی دی، دې اژانس ته وویل، دوي کانیترونه سوځوي او ناتو ته داسې ښیي چې ګواکې طالبانو پرې حمله کړې وه او مالونه یې له منځه وړی. په دې چل دوی په خپله وسایل په دوکاندارانو پلوري.

هغه وایي، په هرصورت جګړه که په هره سطحه وي، د پیسو لپاره ده.

د پیښور یوه دوکانداررویترز ته وویل، دوعا کوي چې د ناتو د اکمالاتو لاره بیرته پرانستل شي څو په اصطلاح د ده کاروباربه هم بیرته ورسره چوک شي.

هغه وایي، د کانتینرونو ډیرلوټ شوي مواد په تیره بیا یونوفورمونه او بوټونه طالبان هم ورڅخه اخلي.
XS
SM
MD
LG