اسراییل هغه هېواد دی، چې د سیمي د ټولو نورو هېوادونو په تناسب د ایران اټومي پروګرام ته ډیر اندیښمن دی او ان د دې لپاره یي هم چمتوالی ښودلی چې که ضروري وي نو د ایران په اټومي تاسیساتو به برید وکړي.
د اسراییلو د صدراعظم مرستیال وایي، په بغداد کې د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د تیرې اونۍ اټومي خبرې بې نتیجې وې.
د موشیه یالون دغو خبرو هغه چوپتیا له منځه یوړه، چې په بغداد کې د ایران، امریکا، روسیي، برتانیي، فرانسې، چېن او جرمني د استازو ترمنځ له خبرو وروسته رامنځ ته شوې وه.
نوموړي د اسراییلو د پوځ راډیو ته وویل، دا پریکړه چې بله پلا خبرې به درې اونۍ وروسته په مسکو کې وشي ایران ته وخت په لاس ورکوي.
دی وایي، دا ډیر د افسوس ځای دی چې ځیني لویدیځ هېوادونه ایران ته وخت ورکوي او په حقیقت کې د ایران په ګټه کار کوي.
موشیه یالون چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ګوند غړی دی په دی اړه یي نور تفصیلات ورنه کړل.
نوموړي څلور میاشتې مخکې د امریکا په ولسمشر تور لګولی وو، چې د تیلو د ګرانوالي د مخنیوي لپاره یي په ایران باندې لګول شوي بندیزونه سپک کړي دي.
موشیه یالون ویلي وو، چې ولسمشر باراک اوباما په خپل دغه اقدام سره غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو رایي خپلې کړي، څو د بلې دورې لپاره هم په قدرت کې پاته شي.
واشنګټن هم دتل ابیب په څیرګواښ کوی چې له پوځی زوره کار اخیستل به دایران داټومی لانجی دحل وروستی لاره وي.
ایران وایی چې اټومی پروګرام یی سوله ایز مقاصد لري او داټومی وسلی دجوړولو لپاره نه دی. دغه راز تهران ګواښ کوی که چېری کوم هیواد په ایران برید وکړي نوله سخت ځواب سره به مخامخ شي.
دامریکا جمهوررییس باراک اوباما چې په اسلامی هیوادونو کې دیوبل جنګ پيلولو ته لیواله نه دی کوشش کوی چې اسراییلو ته قناعت ورکړی چې خبری تراوسه وروستی پړاو ته نه دی رسیدلی.
امریکایی چارواکې وایی داسراییلو دصدراعظم بنیامین نتانیاهو دااندیښنی چې فرصت له لاسه و وځی په ځای دی.
یوه امریکایی چارواکې دتیری جمعی په ورځ وویل چې دوی هم دومره ډاډمن نه دی چې له ایران سره خبرې به کومی نتیجی ته ورسیږي.
خوبیاهم باید دیپلوماتیکو هلو ځلو ته ځکه وخت ورکړل شي چې نوری لاری ګرانی تمامیږي.
اوس پوښتنه داده چې آیا داسی یو ایران چې اټومی وسله ولری دمنلو وړدی او که په سیمه کې دیوې بلې جګړې لپاره لاره پرانیستل شی.
لویدیځو هیوادونو دبغداد په روستیو مذاکراتو کې په دی ټینګاروکړ چې ایران باید یورانیم له شل فیصده اوچت غنی نه کړي.
خو داسراییلودصدراعظم مرستیال وایی چې دغه مقصد ته درسیدلو لپاره باید په ایران نوربندیزونه هم ولګول شي.
دی وایی چې لویدیځو هیوادونو تراوسه دایران قناعت نه دی حاصل کړی او که چېری وخت له یوی غونډی بلی ته په تلوضایع شی نو ایران تری کاراخلي.