د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

د توکیو په کنفرانس کې له یوې ځانګړې اجنډا سره ګډون کوو


افغان حکومت وایي، چې که له نړېوالې ټولنې نه لازمې مرستې تر لاسه کړي نو په هېواد کې به یې په دوه ویشت بنسټیزو او ځینو نورو برخو ولګوي.

ټاکل شوې افغان حکومت دغه پروګرامونه د مالي ملاتړ د تر لاسه کولو په هدف د توکیو کنفرانس ته وړاندې کړي.

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د توکیو په کنفرانس کې به په دې هکله خبرې وکړي چې له دوه زره پنځلسم میلادي کال وروسته تر لسو نورو کلونو څومره پیسو ته اړتیا لري، هغه دغو پروګرامونو ته په اشارې سره وویل:

"دا زموږ د برنامو نمونه ده، د کرنې په برخه کې، د طبیعي منابعو د دهلیزونو په برخه کې چې پکې له مزار نه تر جلال اباد او تورخم د اورګادي خط شامل دی.

زموږ میدان هوایي، د طبیعي منابعو د پرمختګ پروژه، د زراعتي تولیداتو او بازار پرمختګ او د محلي بنسټونو تقویه کولو برنامې شاملې دي.

همدا راز د بشري منابعو په برخه کې پنځه عمده برنامې لرو او د حکومتدارۍ په برخه کې هم پنځه برنامې لرو."


ښاغلي زاخیلوال وویل، چې د دغو پروګرامونو د پر مخ بیولو لپاره هر کال له څلورو نه تر پنځو میلیارډو ډالرو ته اړتیا لري.

د مالیې وزیر هیله مند دی، څو د دې پروګرامونو په پلي کولو سره د افغانستان نوي په سلو کې تکیه له نړېوالې ټولنې نه راکمه شي.

ټاکل شوې د توکیو کنفرانس له افغانستان نه د نړېوالې ټولنې د مالي ملاتړ په هدف د روان میلادي کال د جولای په اتمه نیټه د جاپان په توکیو جوړ شي، خو د اقتصادي چارو ځیني کارپوهان بیا د دې پروګرامونو د پلي کولو لپاره د افغان حکومت ارادې ته د شک په سترګه ګوري.


د رپوټونو له مخې په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالره مرستې شوي، خو په افغان حکومت داسې نیوکې هم کیږي چې دغه پیسې حیف او میل شوې دي، او له هغو نه د افغانستان د ودانولو او پرمختګ لپاره کار نه دی اخیستل شوی.

دا ځل هم داسې اندیښنې موجودې دي چې د نړیوالې ټولنې دغه مرستې به هم سمې ونه لږول شي او د افغان حکومت ټولې برنامې او طرحې به د کاغذ پر مخ پاتې شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG