د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

چین غواړي په افغانستان کې خپلې اوږدمهالې ګټې خوندي او یقیني کړي


په واشنګټن کې خپرېدونکې درې میاشتنۍ خپرونې نشنل انټرسټ په خپله وروستۍ ګڼه کې، د افغانستان د طبیعې زېرمو په سکټور کې د چین د پانګونو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د مس عینک کان او نورو هغو پروژو یادونه شوې چې قراردادونه یې چین ته سپارل شوي دي او دا هېواد له همدې لارې د نورو پروژو د ترلاسه کولو هڅه کوي.


نشنل انټرسټ لیکي، په داسې حال کې چې امریکا او متحدان یې وتلو ته تیاری نیسي، چین د کانونو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې د پانګونې له لارې په افغانستان کې خپل اوږدمهالې حضور پیاوړی کوي.

خپرونه لیکي، چین د افغانستان د کړکېچ په میدان کې ډېر فعال حضور نه لري خو د دې هېواد شرکتونه او ډيپلوماټان له 2014 کال وروسته حالت ته په پام سره فکر او عمل کوي.

خپرونه زیاتوي، پېکېنګ ښايي پر افغانستان د ولکې په فکر کې نه وي؛ خو د لویدیځ برعکس چې د ناڅاپي وتلو پلان لري، غواړي خپلې اوږدمهالې ګټې خوندي او یقیني کړي.

نشنل انټرسټ زیاتوي، په افغانستان کې د چین د اوږدمهالو اقداماتو څرګندې نخښې په هغو دوو پروژو کې لیدل کېږي؛ چې قراردادونه یې چینايي شرکتونو لادمخه ترلاسه کړي دي.

په دې کې یوه، د لوګر د مس عینک پروژه ده، چې په نړۍ کې د مس تر ټولو لویه زېرمه ګڼل کېږي او دوه چینايۍ کمپنۍ څه باندې درې میلیارده ډالر پانګونه پرې کوي.

مس عینک که څه هم اصلاًً د مسو د استخراج پروژه ده، خو په قرارداد کې یې له سیمې څخه تر کابله د اورګاډي د پټلۍ، سړکونو، سیمه ایزو ښوونځیو او روغتونو په ګډون د عامه تاسیساتو پراخې پروژې او د افغانانو لپاره د کار فرصتونه هم شامل دي.

خو په دې کان کې کار اوس په ټپه درېدلی، ځکه د یوې غونډۍ پرسر چې کیندنې کېدې، د تاریخي ساحې موندنې، چینايي شرکتونو ته ښه پلمه په لاس ورکړه، څو د استخراج چارې ټکنی کړي او بې امنیتۍ، دا پلمه نوره هم غښتلې کړه.

خو حقیقت دا دی چې چینایان په خپل کار کې بېړه نه لري، ځکه چې څومره یې کار ځنډېږي هومره د مسو بیه اوچتېږي.

له بلې خوا اوس چې د دې کان قرارداد د دوی لاس ته ورغلی، د کانونو وزارت ته یې له مخکې څه باندې اته سوه میلیونه ډالر ورکړي او نوره پانګونه یې هم کړې؛ نو کولای شي، چې پښه په پښه واړوي، کرار کېني او وګوري، چې د افغانستان سیاسي وضعیت څه وخت روښانه کېږي.

په افغانستان کې د چین د اوږدمهالو ګټو یوه بله نښه دا ده، چې د چین د پطرولیم ملي کمپنۍ تېرکال په ډسمبر میاشت کې په آمو سیند کې د تېلو د زېرمو د پلټنې قرارداد؛ په نژدې څلورسوه میلیونه ډالره پانګونې سره په هغو شرایطو؛ چې د افغان حکومت لپاره ډېر په زړه پورې وو، ترلاسه کړ.

نشنل انټرسټ لیکي، داسې یو قرارداد، د چین د پطرولیم د ملي کمپنۍ CNPC په څېر د یوې سترې کمپنۍ لپاره ډېر زیات وړوکی دی؛ خو د پښتو متل دی، ″چې نوک ځای بیا سوک ځای″ او چین هم دا قرارداد د دې لپاره اخیستی، چې د ځان لپاره د پښو پل پیدا کړي.

خو خپرونه دا یادونه هم کوي، چې د افغانستان د شمال شاوخوا سیمې هسې هم د طبیعي ګاز د زېرمو له پلوه شهرت لري؛ نو د آمو سیند د قرارداد له اخیستو سره به په راتلونکي کې د نورو قراردادونو ترلاسه کولو ته هم نژدې وي.
XS
SM
MD
LG