د فرانسې جمهور رییس فرانسوا اولانډ باببره نن افغانستان ته راغی.
له فرانسوا اولانډ سره په دې سفر کې د فرانسې د دفاع او د بهرنیو چارو وزیران او لوی درستیز ملتیا کوي.
تمه ده، چې د فرانسې ولسمشر په افغانستان کې له خپلو سرتیرو هم وګوري.
راپورونه وايي، چې ښاغلی اولانډ به یواځې څو ساعته په افغانستان کې وي، په دې وخت کې به دی له افغانستان څخه مخکې له وخته د خپلو سرتیرو د ایستلو په اړه خپل پلان تشریح کړي.
فرانسوا اولانډ وروسته له دې چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې خپل سیال نیکولاس سارکوزي ته ماته ورکړه، دا یې لومړۍ ځل دی، چې افغانستان ته سفر کوي.
اوس په افغانستان کې شاوخوا درې زره او پنځه سوه فرانسوي سرتیري په دندو بوخت دي.