د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

ايران د لويديځ وړانديزونه رد کړل


د عراق په مرکز کې د ايران د اتومي لانجې په اړه خبرې داسې ښکارې چې پريکنده نتيجه يې نه ده ورکړې.

د ايران، د ملګرو ملتو پنځو دايمي غړيو، بريتانيا، فرانسې، روسيې، چين، امريکا او همدا راز د جرمني استازيو د چهارشنبې په ورځ خبرې پيل کړې، خو دا خبرې چې د يوې ورځې لپاره پلان شوې وې، دوهمې ورځې ته وځنډيدې.

د بغداد په غونډه کې د ايران استازيو د نړۍ د شپږو پياوړيو هېوادو وړانديزونه رد کړل او له هغوي څخه يې وغوښتل چې د دوې دې غوښتنو ته ځواب ورکړي چې ايران د اتومي وسلو د جوړيدو وس لري.

وضعه داسې ښکاري، چې دواړه لورې د غونډې په دوهمه ورځ هم پر خپلو خبرو ټينګار کوي، خو د اسوشيتد پريس اژانس په وينا لا هم داسې نه ښکارې چې خبرې د ماتيدو په حال کې دي.

د غونډې برخه والو خپلې خبرې څو ساعته نورې هم وځنډولې، ځکه چې د ريګ توفان د بغداد هوايي ډګر تړلي دي.

د ايران له ټينګار سره سم راتلونکې مياشت په جينوا کې د خبرو بل پړاو ومنل شو.
د اسراييل مشرانو پر دې خبرو انتقاد کړی دی او وايي، چې په دې ډول ايران غواړي چې وخت تير کړي.

د چهارشنبې په ورځ د اسراييل دفاع وزير ايهود بارک وويل، ښايي ايران خپل اتومي تاسيسات د ملګرو ملتو د څارونکو پر مخ پرانيزي خو بيا هم د اسراييل د پوخي بريد امکانات بايد رد نه شي.

د بغداد په خبرو کې د ايران د پلاوي مشر سعيد جليلي د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشرې کاټرين اشټن سره خبرې وکړې. د اشټن وياند مايک مان وويل، دا خبرې جدي وې او څه پرمختګ په کې وشو.

د نړۍ پياوړيو هېوادو دا وړانديز ايران ته وکړ، چې په حساسو اتومي مرکزونو کې دې د اتوم د سون موادو هڅې ودروي.

ايران بيا له امريکا او اروپا وغوښتل، چې د ايران د تيلو پر صادراتو دې سخت بنديزونه نرم کړي او د دې په ځواب کې به تهران د ملګرو ملتو څارونکو ته لږ ډيره اجازه ورکړي چې د ايران تاسيسات وګوري.

د بغداد خبرې د ټاکلي جدول برخلاف د دوهمې ورځې په مخه اوږدې شوې او د دې لپاره چې د څه جدي پرمختګ رپوټ ورنه کړل شو، په نړۍ کې د تيلو بيې زياتې شوې. په نړيوالو بازارونو کې د يو بيرل تيلو بييه نژدې دوه نوي ډالرو ته ورسيده
XS
SM
MD
LG